یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeمقالېدریله یوې درې څلور څېرې څلور جبهې |عزیز خان هوتک

له یوې درې څلور څېرې څلور جبهې |عزیز خان هوتک

د افغانستان د اساسي قانون د دري دېر شمې مادې له مخې د افغانستان اتباع د انتخابولو او د انتخابېدلو حق لري او له دې حق څخه د ګټي اخيستو شرايط اولارې د قانون له ليارې تنظيمېږي. د افغانستان د اساسي قانون له مخې هر افغان حق لري چې په ټاکنو کې ځان نوماند کړي یا د کوم ځانګړي نوماند څخه ملاتړ وکړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې چې ممکن د سرطان میاشتې په ۲۹ مه نېټه ترسره شي، ګڼو کسانو ورته ځانونه نوماند کړي دي. له ټاکنو او ټاکنیزو مبارزو وړاندې یو شمېر نوماندانو د ځینو سیاسي ګوندونو او شخصیتونو ملاتړ ترلاسه کړی دی.

افغانستان کې لسګونه سیاسي ګوندونه او یو شمېر یې جګړه ییز تنظیمونه هم شتون لري چې ډیر کله د ټاکنو پرمهال په ټاکنیزو ټکټونو کې یوځای کیږي او د همدې ټکټ د بریالیتوب لپاره ټاکنیزې مبارزې کوې، خو یو شمېر تنظیمونه او ګوندونه په څو برخو ویشل کیږي او له بېلابېلو ټاکنیزو ټیمونو سره یوځای کیږي.

له دې تنظیمونو یو یې د اسلامي جمعیت هغه ده چې د اوسني نظام له جوړښت تر اوسه په حکومتونو کې شراکت لري او هم د حکومت په مخالفت کې ځای نیسي. دوی تل په نمونه یې توګه په ټاکنو کې د ګډون لپاره یو ټاکنیز ټکټ ورکوي، او نور مطرح غړي یې په نورو ټاکنیزو ټکټونو کې یوځال کیږي. ظاهراَ دوی د ټاکنو پرمهال په خپلو کې سخت مخالفت کوي خو تر ټاکنو وروسته بیرته منسجم کیږي.

همداوس د راتلونکو ټاکنو لپاره اسلامي جمعیت په څو برخو وېشل شوی او له څلورو مختلفو ټاکنیزو ټیمونو سره یوځای شوي دي. له دې سره دوی غواړي چې په یو ډول نه یو ډول په راتلونکي حکومت کې ونډه ولري او خپل شتون په دوامداره توګه په حکومت کې یقیني کړي.  جالبه داده چې دا ځل د اسلامي جمعیت ګوند مهم غړي په څلور جبهو کې وېشل شوي دي، او څلور واړه څېرې د پنجشیر دري څخه دي.

عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د اسلامي جمعیت له رسمي نوماندانو څخه ګڼل کیږي، احمدولي مسعود چې د پخوانی قومندان احمدشاه مسعود ورور دی هم له همدې حوزې په ټاکنو کې د نوماند په توګه رامخته شوی دی، یونس قانوني چې د محمد حنیف اتمر په ټاکنیز ټکټ کې د لومړي مرستیال په توګه یوځای شوی د اسلامي جمعیت د یوې لویې برخې ملاتړ ورسره دی د بلخ پخوانی والي عطاء محمد نور یې هم ملګرتیا کوي. امرالله صالح بیا بل پنجشیری دی چې د ولسمشر اشرف غني په ټاکنیز ټکټ کې لومړی مرستیال دی، دی هم له همدې سیاسي حوزې دی.

دا څلور څېرې له یوه ادرس او د یوه مشخص هدف لپاره رامخته شوي او غواړي له دې لارې په راتلونکي حکومت کې ځانونه ځای پرځای کړی او خپلې اوږدمهاله ګټې خوندي کړي، ځکه په حکومت کې د دوی نه شتون هغوی له سیاسي انزوا سره مخ کوي او ټولې موخې یې نه ترسره کېږي.

مهمه خبره داده، دغه کسان چې دې یوې وړې درې مربوط دي د هېواد د یو مهم قوم افغان تاجکانو په حقونو تیری کوي، ځکه ټاکنیزو ټکونو سره دوی د تاجک قوم په استازیتوب ورګډیږي چې بیا تر بریالیتوب وروسته د یوې سیمې او یوه سیاسي خوځښت ګټې خوندي کوي.  

په تیرو څو حکومتونو کې چې د  ټاکنو له لارې رامنځته شوي د همدې ډلې خلک د افغان تاجکانو په حقوقو خیټه اچوي او ځانونه د هغوی استازي ګڼي په داسې حال کې چې په دې قوم کې ګڼ شمېر سیاسي څېرې او شخصیتونه شتون لري چې ټولو ملي ارزښتونو ته درناوی لري او په ټولنه کې منل شوي دي، خو له بده مرغه چې په تیرو ۱۸ کلونو کې په حکومت کې د کار کولو هيڅ وخت نه دی ورکړل شوی.

په ټاکنیزو ټکټونو کې د اسلامي جمعیت د غړو ګډون د ولسمشرۍ نوماند ته هیڅ رایې هم نه شي ترلاسه کولی ځکه د دوی خپل نوماند شتون لري او ملاتړي یې خپل نوماند ته رایې ورکوي. د محمد یونس قانوني وروستو څرګندونو روښانه کړه چې دوی کوم ځانګړی ملي هدف نه لري یوازې غواړي په قدرت کې پاتې شي او خپل هدف تعقیب کړي چې دا د افغانستان لپاره بل خطرناکه زنګ و.

د افغان ملت غوښتنه داده چې په ټاکنیزو ټکټونو کې داسې کسانو ته ځای ورکړل شي چې غوښتنې او موخې یې ملي وي او د ټول ملت لپاره کار وکړي. د هيواد په اساسي قانون کې داسې کوم څه نه دي راغلي چې په ټاکنیز ټکټ کې دې هرور مرو د یوې وړې درې څېرې او یا د اسلامي جمعیت استازي شتون ولري، په داسې حال کې چې هغوی په خپله له خپلې حوزې د یو پرځای دوه نوماندان لري.

په دې توګه د اسلامي جمعیت پاشېدل ننداریز دي او دغه ډول کړنه سیاسي سپین سترګې توب ګنل کیږې، له یوه لوري دغه ګوند افغانستان شمول ګڼې له بل لوري بیا په واک کې د پاتې کیدو لپاره نامناسب وېش کوي، یوه خبره بله هم دلته څرګندیږي چې دوی ځکه د ټاکنو پرمهال وېشل کیږې چې ډير کله هر یو یې غواړې په لوړ موقف کې راشي.

افغان ملت دې هم په ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي او هغه ټاکنیز ټکټ ته دې رایه ورکړي چې د اوسني نظام د پایښت لپاره کار کوي او داسې حکومت رامنځته کړي چې د ملي یووالي حکومت په څېر دوه سره نه وي او له یوه واحده ادرس څخه افغان کړیدلي ولس ته کار وکړي.

ژوندی دې وي افغانستان

مړه او سپیره دې وي د افغانستان دښمنان

د لوی افغانستان په هیله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب