شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeمقالېدریسوله لویه حوصله غواړي | سردار محمد همدرد

سوله لویه حوصله غواړي | سردار محمد همدرد

د کله نه چې د سولې خبرې راپیل سوي دي چې رښتیا سي د وطن د سوکالۍ لپاره نوې هیلې ډېرې سوي دي.
دا کار لوی عظیم او تاریخي کار دی، هر څوک چې یوه ذره د افغانیت احساس ولري، هغه باید د سولې د بریالیتوب لپاره هڅه وکړي او بې مسؤلیته پاتي نسي.

ما د سولې لپاره لس ګونه مقالې لکلې دي، د ښاغلي حکمتیار په راتګ کې، ځینو کسانو ګډې وډې خبرې کولې، چا به ورته د جنګ سالار لفظ کاروه، او چا به د ګاونډي هیوادونو اجنټ بللو، خو ما د هغه په راتګ کې درې مقالې ولیکلې او ټولو کسانو ته به مې ویل، د دولتي لوړ پوړو چارواکو او هغه چې سولې په وړاندې خنډونه جوړوي، هغوی نه په تقوا او نه وطن دوستۍ کې تر حکمتیار سر لري!

اشتباهات د ټولو خواوو څخه سوي دي، اوس باید د حقیقي سولې په راتګ سره یو بل وزغمل سي.
نن هم د سولې په اړه باندې، بیلا بیلې مقالې لیکل سوې وې او ځینو کسانو په رسنیو کې د سولې په اړه خپل نظرونه څرګند کړي وه، د دې نظریاتو د ټولو عمومي محور پر صادقانه سوله راګرځيده.

ځیني نظریات داسې هم وه چې د هغوی الفاظ د سولې په ارزښت منده پروسه کې یو څه ښه نه وه!

مثلاً ځینو کسانو روانه سوله مطلقه د پاکستان توطیه بللې وه او ځینو ویل چې د دوی کیلي په لاهور پنډۍ کې ده، ولسمشر محمد اشرف غني د سولې کیلي د کابل سره وبلله ، د دې تر څنګ مې د طالبانو د سیاسي دفتر د یو مشر غړي شیر محمد عباس ستانکزی وي ډیوي مرکه هم واوریدله، د هغه په مرکه کې ځیني ټکي ښه او ځیني یې د سولې د پروسې سره په ټکر کې وه .

هغه د امریکایانو سره د سولې خبرې مثبتې ارزیابي کړې او امیدواري یې هم وښودله، د حکومت په اړه یې هم ځینې څرګندونې ښې وې!

مثلاً پراخ فساد، په حکومت کې د ننه پر شخصي ګټو مخالفتونه، دا خبرې یې واقعیتونه وه او ښه سیاسي بحث یې وکړ، د نړۍ سیاستونو ته په کتو سره یې د حکومت پر چلولو هم خبرې وکړې، د نړیوال مالي او اقتصادي ملاتړ یې د امریکا په شمول رد نکړ، حتی چین ته یې هم په اقتصادي برخه کې اشاره وکړه، د حکومت د انحصار خبره یې رد کړه ، ډېرې نورې داسې خبرې وې، مثلاً د بشر د حقونو او د ښځو د حقونو یادونه یې هم وکړه!
د خبرو دغه بحث یې ډېر سیاسي او د وطن د ملي ګټو په اډانه کې ښه ثابت وو .
له بله اړخه یې ډېر غیرې سیاسي او عقديي بحث وکړ.

موږ مخکې هم ویلي وه چې د پیغور وخت ندی او نه باید د تسلیمۍ خبره وسي، ما څو ځله حکومت ته دا یادونه کړې وه چې د طالب سره سوله د تسلیمۍ په فرمول غلطه ده!
خو طالبانو ته هم دا وایو، تاسې چې بې انصافه او د سولې په تاوان خبره کوئ، ملت مو څاري!
مثلاً ښاغلي ستانکزي صیب په خپلو خبرو کې وویل موږ له موجوده حکومت سره خبرو ته نه کښینو، زه یې د دغې خبرې سره موافق نه یم، دا خو بیا هغه د عُقدو خبره شوله، د سولې په راتګ سره باید افغان ته د تربور پیغور ورنکړل شي!

زه د موجوده حکومت یو مامور ووم فقط د یو ځوان په حیث مې د خدایي او وطني مسولیت پر اساس وظیفه اجرأ کړه، تاسې باور وکړئ چې د همدغه مسولیت په ګناه ورټل سوم، داسې زنځیري فساد او بې ارادې خلک چې ما ولیدل زه یې ډېر ناهیلی کړم ، یعنې د سولې راوروسته زموږ لپاره له فساده خلاص او با مسؤلیته نظام ډېر مهم دی ، خو دا فساد د دې مانا نلري چې ټول بې احساسه او غله وه او بله خبره دا ده که نظام او حکومت ته د افغانانو په سترګه ګورې او په راتلونکي کې نه غواړې چې زړې تجربې تکرار سي، بیا خو نو اخلاقاً ورسره خبرې مهمې دي.
بل تاسې د اوردو یادونه وکړه او اوردو ته مو د اجیر لفظ وکاروۍ!

دا خو ډېره قهرمانه اوردو ده، دا صحیح خبره ده چې په رهبرۍ کې ستونزه سته خو په سیستم او ساختار کې نسته، تاسې باید په همدې اوردو کې د اصلاحاتو خبره کړی وای او د دې تر څنګ موجوده د حکومتدارۍ سیستم بیا له صفره را شروع کول دا جفاده، خو په نیګړتیا وو باید کار وسي، بلکې د رد خبره او د صفره څخه کار شروع کول ډېره بې انصافي ده!
اوس خبره دا ده
مثلاً تاسو ته دا واک سپارل کیږي، دوی ته تاسې د ملت په سترګه نه ګورئ؟
دوی چې مسلکي زده کړې کړي دي د دوی له تجربو څخه ګټه نه اخلئ؟
بیا همدا خبره کوم چې په دې عظیمه پروسه کې ډېر دقت پکار دی!
ما مخکې هم ویلي وه چې د دې سولې مدیریت ډېره ځېرکتیا او پراخه حوصله غواړي.
موږ حکومت ته هم دا وایو چې په واقعي سوله کې به تاسې هم بهانې نه لټوئ، که تاسې سوله د پاکستان پروژه بولئ او یا نورې ستونزې اجادوئ، دا صحیح خبره ده موږ له پاکستان سره هم ستونزې لرو، خو اوس باید د معقولو دلایلو له لارې د هر چا سره خبرې وسي.

په پای کې دا خبره بیا کوم چې د سولې لپاره یو ښه فرصت رامنځ ته سوی دی، خو دا فرصت باید نه حکومت ، نه طالبان او نه د افغانستان ملت له لاسه ورکړي، دا وطن نور د یوې ورځې د جګړې حوصله نلرې.

زه بیا هم دا خبره کوم چې د غرور خبره نده پکار، غچ اخیستلو او د پیغور خبرې موږ دایمي سولې ته نشي رسولای .
ما خو د حکومت د فساد، بې عدالتیو، بې کفایتیو د دې ټولو یادونه د مخه وکړه، خو په تېرو اوولسو (۱۷) کلونو کې طالبان هم باید د ملت په حق کې خپل اشتباهات ومني، دا چې بیا په چاودنو، بمي بریدونو، په لارو او سړکونو کې ړندو ماینونو څومره بې ګناه او بې دفاع ولسي وګړي په حق ورسیدل، دا یو ځانته بحث دی، خو په اوسنیو حالاتو کې ولس دا ټولې قربانۍ هیروي، خو په دې وطن کې چې د دوامداره او صادقانه سولې لپاره چې هر څوک قدم پورته کوي دا به په رښتیا د اسلام او وطن، دوستان یي.

موږ باید سوله وڅارو هر چا چې د دې عظیمې پروسې سره جفا کوله هغه باید ملت ته ور وپیژنو.
د هیواد مشرانو پر خپلو ګوڼډو، یتیمانو او معلولینو باندې رحم وکړئ، اوس تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د دې مظلوم ملت اوښکې ور پاکې کړو، ډاډمن امنیت راولو، اجتماعي عدالت او ښې حکومتولي ته زمینه برابره کړو ، تر څو خپل مسؤلیت مو ادا کړی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب