سه شنبه, مې 7, 2024
Homeکلتورفروغ فرخزاد، ګناهکاره میرمن

فروغ فرخزاد، ګناهکاره میرمن

لیکواله: الف شافاک

ژباړن: عزت الله شینواری

تهران، کال ۱۹۳۵

د تهران په یوه سیمه کې نجلۍ زیږیږي. دا کورنۍ د دې ماشوم په زیږیدلو د اووه ماشومانو څښتنه کیږي، خو وروستی ماشوم یو عجیبه نبوغ لري ځکه له نورو سره ډیر توپير لري. دې ماشومې ځیرکه او پوښتونکې سترګې ��رلودې هیڅکله نه بندیده تل به يې ویل او پوښتل. دا ماشومه نجلۍ په کتاب لوستلو، نقاشۍ او د نړۍ د پیدایښت په حقیقت د ځان په پوهولو مینه وه. دا ماشومه ستره شوه او په فروغ فرخزاد بدله شوه. د ایران ټولنه په هغه وخت کې د نن په څیر نه وه یوه لویه خاموشي پرې غوړیدلې وه. هغې په ۱۶ کلنۍ کې واده وکړ خاوند يې د قلم او روښان فکر څښتن و. کور به يې تل له کتابونو ډک وو. هغوی یو کال وروسته د یوه زوی څښتنان شول، نوم يې پری کامیار کیښود. بدبختانه دا واده ډیره موده ونه پایېد، له دوه کلونو وروسته نه تفاهم دې ته اړ کړل چې سره جلا شي. فروغ په هغه وخت کې یو عجیبه شعر «ګناهونه او ګناهکارانو» تر عنوان لاندي خپور کړ. چې د شعر مطلع داسې ده:«ګناه مې وکړه…»

فروغ په دې شعر کې د خپل ذوق په نسبت د یوه فرد په اړه غږیږې. یا د یوه بل مفهوم په ډول، هغه پپه دې شعر ځان ښکاره کوي او په خپل ځان نیوکه کوي. د دې شعر له چاپیدلو سره جوخت یو شور جوړیږي او د ټولنې لخوا پرې نیوکه کیږي. د دغو نیوکو لړۍ د هغې کورنۍ او په تېره بیا د هغې په خواښې کیږي. د دغه شعر له چاپیدلو وروسته، هغه د خپل زوی له پالنې او له هغه سره له کتنې هم محرومیږي لنډه دا چې له ټولنې څخه شړل کیږي. د پام وړ خبره دا ده چې تر ټولو زیات روښانفکره طبقه د هغې په وړاندې مخالفت کوي.

د فروغ فرخزاد د شعرونو لومړۍ ټولګه په کال ۱۹۵۵ کې خپره شوه. هغه شعرونه په دي ټولګه کې راغلي وو چې د زړه له تله ویل شوي وو. او هره مطلع يې په یوه خاموشه فریاد پیل شوی و. ښکاره ده چې په یوه ټولنه کې، چې د نارینه وو تر واک لاندې وي، د یوې ځوانې کونډې ښځې ژوند ډیر سخت دی. حتی دا سختۍ د فروغ په څیر د آزادي غوښتونکې میرمنې لپاره هم وې چې د ټولنې ناوړه دودونه يې  مات کړي وو. هغې کلک هوډ ووکړ چې په خپلو پښو ودریږې او ورسته له هغې يې دوه شعروي ټولګې، چې یوه د دیوال او بله د ګناه نومېده، چاپ شوې.

هغې د شعر ترڅنګ له سینما سره هم یو ډول عجیبه مینه درلوده چې نتیجه يې هم یو مستند فلم «کور تور دی» و. هغې په دغه فلم کې د جذامیانو ستونزې رابرسیره کړي دي او یو ډیر اغیزناک آثر يې وړاندی کړی.  فروغ دا فلم په ۱۹۶۲ کې د تبریز په باباب اغی سیمه کې د جذامیانو د استوګنې په ځای کې جوړ کړ چې له خپریدو سره جوخت يې سر په سر څو نړیوالې جایزې ترلاسه کړې. هغه څه چې حیرانوونکي دي فروغ چې کله دا فلم ثبتاوه د فلم د ثبت په ټوله موده کې یې په خپله له جذامیانو سره ژوند تیر کړ، په داسی حال کې چې دا خپله هم پوهیده چې دا مرض ساري دی. په هغه موده کې یوه ماشوم هلک د فروغ پام ځانته واړوه. د دې زړه راښکونکي ماشوم نوم حسین و چې له یوه جذامې پلار او موره زیږیدلی و. فروغ د دې ماشوم پالنه په غاړه واخیسته. د فروغ کورنۍ د هغې د دې هوډ ملاتړ وکړ چې په پایله کې هغې د ماشوم ښوونې او روزنې ته پیل وکړ.

فروغ یوه لیونۍ ښځه ده چې ناپایه زړه، پراخ او بې پایه خیالونه لري. هغو کسانو چې دا ګناهکاره وبلله هیڅکله هم پد هغې په باطني لویوالې پوه نشول. په ۱۹۶۳ کال کې يې د بل پیدایښت تر عنوان لاندی یوه شعرې تولګه چاپ کړه. دا ټولګه په ایران کې یو له مهمو ادبې آثارو ګڼل کیږي. فروغ په ایران کې یوه اروپايې او په اروپا کې یوه ایرانۍ پيژندل کیږې. هغه یوه نوښتګره او پيژندل شوې میرمن ده. هغې نشوای کولای چې خپل ټول وخت له خپلو دوو زامنو سره تیر کړي، خو له هغوی دواړو سره يې له زړه مینه درلوده. د سړیو سره يې اړیکه کله زیاته او کله کمېدله، هغې به ځان له شمعې سره ورته کاوه. فروغ مینه وه. هغې تېزه ډرایوري ډیره خوښیده. فروغ هیڅکله نه قانع کیده او هیڅ شي د هغه لوړ طبیعت نه رضا کاوه. یو له همدغو ورځو څخه فروغ د سرعت قربانۍ شوه او د تل لپاره له موږ څخه ولاړه.

یو څه موده د فروغ کتابونه کم موندل کېدل. خو هغه کسان چې له دې سره مینه لري کولاي شي چې د پروفیسر فرزانه میلاني له څیړنو په دي اړه استفاده وکړي. هغه یوه ایرانې الاصله میرمن ده چې اوس په امریکا کې ده. هغې په حیرانوونکي ډول د فروغ فرخزاد په اړه مقالې او کتابونه لیکلي دي. د هغې د کتاب نوم هجاګانې او کلمې دی.

تل د ځوانو نجونو لیکونه تر لاسه کوم، هغه لیکونه چې له شکایتونو ډک وي. د لیکونو عنوانونه د ټولنې ستونزې دي او یا هم د هغه چاپيریال په اړه دي چې دوی پکې ژوند کوي. که وروسته د دغې کیسې له لوستلو په تاسو کې داسې څوک وي چې غواړی لیکوال، شاعر، ډایریکټر او….شی خو په ټولنه کې د شته ستونزو له لامله ځان شاته کوي، هغوی ته لارښوونه لرم: که چیري په ۱۹۴۰- ۱۹۵۰ کلونو کې  فروغ فرخزاد په دې بریالۍ شوې ده چې خپله شاعري په لوړ غږ تر هر ځایه ورسوي، څنګه نن ورځ يې یو څوک ونشي رسولای؟!

موږ کولای شو چې د یوه او بل د ژوند له ستونزو الهام واخلو او خپلې لارې ته دوام ورکړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب