شنبه, مې 18, 2024
Homeکلتورسینماد ۲۰۱۸ کال ډېر عاید لرونکي نارینه سینمايي ستوري

د ۲۰۱۸ کال ډېر عاید لرونکي نارینه سینمايي ستوري

تاند- ۲۰۱۸ م کال د هنر او سینما د لوبغاړو لپاره له لوړو ژورو ډک کال و. د معلوماتي ټکنالوژۍ او ټولنیزو شبکو وده سبب شوه چې ځینې فلمونه، چې ګومان نه کېده ښه وچلېږي، ښه بازار وموند او ځینو نور فلمونه، چې سیلبریټیانو یا مشهورو ستورو پکې رول لوبولی و او باور کېده چې د هغوی د حضور په خاطر هم ښه نوم ګټلی شي، ښه ونه ځلېدل او د هالیووډ د کره کتونکو پام یې هم ځان ته وانه ړولی شو.

له همدې کبله د ۲۰۱۷ کال په پرتله د قیمتي لوبغاړو په جدول کې بدلون وینو.

د هالیووډ د ۲۰۱۸ تر ټولو قیمتي لوبغاړي (نارینه)

۱- جورج کلوني

جورج کلوني

فوربس معتبرې مجلې د ۲۰۱۸ په سپټمبر کې د نړۍ تر ټولو د قیمتي سینمايي لوبغاړو، یعني هغو لوبغاړو چې د لوبېدو په بدل کې زیاتې پیسې اخلي، لیست خپور کړ چې د هغه پر اساس جورج کلوني لومړی مقام لري.

نوموړی د کال تر پایه د جدول په سر کې پاتې شو.

جورج کلوني د ۲۰۱۷ د جون له لومړۍ د ۲۰۱۸ د جون تر لومړۍ پورې تر مالیې وړاندې ۳۳۹ ملیون ډالره اجوره اخیستې. دومره پیسې په نړۍ کې بل کوم سینمايي ستوري نه دي ترلاسه کړي.

ډاوین دي راک جانسن

۲- ډاوین دي راک جانسن

ده په ۲۰۱۸ م کال ۱۲۴ ملیون ډالر ګټلي دي.

جانسن د هالیووډ د سوپرسټارانو په ډله کې شامل دی. او تېر کال د عاید له نظره د نړۍ د سینمايي ستورو په منځ کې دوهم شو.

د جانسن انسټاګرام پاڼه لسګونه ملیونه فالوران لري.

د جانسن مهم فلمونه دا دي:Welcome to the jungle< Jumanji

۳- رابرټ ډاوني جې آر

رابرټ ډاوني

رابرټ ډاوني جې آر په ۲۰۱۸ کې د عاید له نظره په نړۍ کګې درېم شو. ده په دې کال کې ۸۱ ملیون ډالره ګټلي دي.

د هالیووډ د دې ستوري عاید د ۲۰۱۷ په پرتله دوه برابره شوي دي.

ده په دې فلمونو کې کار کړی دی: Iron Man, Spider- Man: Homecoming

۴- کریس هیمسورت 

کریس هیمسورت

کریس هیمسورت په ۲۰۱۸ م کال په نړۍ کې څلورم شو. د هالییوډ د دې ستوري عاید ۶۴ ملیون ډالره و.

ده په دې فلمونو کې کار کړی دی:

Avengers, Infinity War, Thor, Ragnarok

۵- جکي چان

جکي چان

جکي چان د عاید له پلوه پنځم شوی دی. ده ۴۵ ملیونه او ۵ لکه ډالر عاید درلود. جکي جان له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۱۸ پورې په ۶ فلمونو کې رول لوبولی دی چې دوه یې دا دي: The Foreigner, Kungfu Yoga

۶- ویل سمیت

ویل سمیت

ویل سمیت ۴۲ ملیون ډالره عاید درلود. او له همدې کبله د هالیووډ شپږم تر ټولو ګران بیه نارینه ستوری وګڼل شو.

ده په (Bright) فلم کې تر ۲۰ ملیونه ډالره زیاتې وګتلې.

۷- اکشې کومار

اکشې کومار

د هند اکشې کومار په نړۍ کې د نارینه سینمايي لوبغاړو په منځ کې د عاید له نظره اووم شو.

ده په ۲۰۱۸ م کال کې ۴۰ ملیون ډالره وګټل. اکشې کومار، چې د بالیووډ نوی ستوری دی، تر سلمان خان او شاهرخ خان وړاندې شو.

دی چې تل خاندي، په ټایلیټ (Toilet) او پادمن فلمونو کې ښه ځلېدلی.

۸- اډم سندلر

ادم سندلر

ادم سندلر په ۲۰۱۸ م کال تر اکشې کومار ۵ لکه ډالره لږ ترلاسه کړي او اتم ځای یې خپل کړی دی. ده ۳۹ ملیونه او ۵ لکه ډالر ګټلي دي.

ده له نیټفلیکس سره د څو ملیون ډالرو قرارداد لاسلیک کړی دی. سندلر په وروستیو کلونو کې په کومیډي فلمونو کې کار کړی دی.

۹- سلمان خان

سلمان خان

د هند د سینما په سرخېلانو کې تل یو نه یو پښتون وي. افغان الاصله سلمان خان په نړۍ کې د عاید له پلوه په نړۍ کې نهم مقام خپل کړی دی.

سلمان خان بیا تر سندلر صرف ۵ لکه ډالر لږ عاید درلود. ده په ۲۰۱۸ کې ټولټال ۲۹ ملیون ډالره ګټلي دي.

د هند د بالیووډ دا ستوری، چې په افغانستان او درسته سیمه کې ډېر پلویان لري، د عاید له نظره د نړۍ په نارینه سینمايي ستورو کې نهم شوی دی.

په ۲۰۱۸ کې د سلمان خان ډېر پلورل شوی فلم «ټایګر زنده هې» دی.

ده او نورو سنمايي لوبغاړو د اعلانونو له لارې هم ډېرې پیسې ترلاسه کړي دي.

۱۰- کریس ایوانر

کریس ایوانز

کریس ایوانز د عاید له نظره په نړۍ کې لسم ځای لري. ده څه باندې ۳۴ ملیون ډالره ترلاسه کړي او د عاید له پلوه د نارینه ستورو په منځ کې لسم ستر سینمايي لوبغاړی ګڼل شوی دی.

ده په دې فلمونو کې ښه رول لوبولی دی:(American Captain )، (Marvel Cinematic Universe) او (Avengers: Infinity war)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب