چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeکالمونهوړيا انرژي | ډاکتر محب زغم

وړيا انرژي | ډاکتر محب زغم

۲۰۰ جون

موږ كولاى شو په اسانۍ سره هر كال لږ تر لږه پينځه ميليارده افغانۍ، چې سل ميليونه ډالره كېږي، د انرژۍ له دركه وسپموو. د افغانستان غوندې خوار هېواد لپاره دغه پيسې كمې نه دي. زموږ په ټولو ښارونو او يو شمېر كليو كې خلك د پخلي لپاره له ګازه كار اخلي. هره كورنۍ د نفر په سر په مياشت كې لږ تر لږه يوه كيلو ګاز مصرفوي. كه داسې وګڼو، چې زموږ د هېواد لس ميليونه وګړي ګاز كاروي؛ نو په مياشت كې لس ميليونه كيلو ګاز مصرفوو. د ګازو د هر كيلو متوسطه بيه پينځوس افغانۍ وي. په دې حساب په مياشت كې پينځه سوه ميليونه افغانۍ په ګازو وركوو.

د افغانستان اكثر سيمې په كال كې لس مياشتې لمر لري. كه د لمر له انرژۍ څخه د پخلي او د اوبو د اېشولو لپاره كار واخلو؛ نو د لسو مياشتو د ګازو پيسې به مو سپمولې وي، چې پينځه ميليارده افغانۍ كېږي. نورې كورنۍ لرګى، د سكرو ډبرې، پچې، څپياكې او نور شيان سوځوي. اكثر كورنۍ د سونګ دغه شيان هم په بيه رانيسي او په لسو مياشتو كې لږ تر لږه يو ميليارد افغانۍ پرې لګوي.

نن سبا ځينې موسسې لمريز نغري او اوبګرمۍ جوړوي. نغري يې داسې وي، چې له الومينيم يا له كانكرېټه مقعره نيم دايره جوړېږي. د كانكرېټو پر مخ يا زرورق يا هندارې لګول كېږي. دغه نغري د لمر تودوخه په يوه نقطه كې راټولوي، چې هلته د دېګ يا چايجوش د ايښودلو لپاره ځاى جوړ شوى دى. د لمريز نغري تودوخه دومره زياته ده، چې د غوايي غوښه په ساعت كې نرموي او په ورځ كې پينځه شپږ وارې غټې چايجوشې اېشوي.

د پيسو د سپما تر څنګ دا نغري نورې ګټې هم لري. موږ كه هر شى وسوځوو، لوګى كوي. لوګى مو بدن او كالي بد بوى كوي، ټوخى راته پيدا كوي او د ساه بندۍ سبب ګرځي. پورته په اسمان كې د اوزون په نوم يو شى دى، چې د لمر تاواني وړانګې ځمكې ته نه پرېږدي. لوګى چې پورته ځي، اوزون خرابوي. بيا د لمر تاواني وړانګې ځمكې ته راځي، چې سړي ته د پوستكي سرطان پيدا كولاى شي. لوګى د ځمكې هوا ګرموي، واوره او باران كموي او وچكالي رامنځته كوي. د وچكالي زور خو نو هر چا ته څرګند دى. لمريز نغري دغه تاوانونه نه لري او كه موږ يې وكاروو، ټول بشر ته به مو ګټه ورسېږي.

ګاز له خطره خالي نه وي. د ډبې د چاودنې او د اورلګېدنې خطر ورسره مل وي. د سونګ له هر شي سره د اورلګېدنې خطر شته؛ خو لمريز نغرى بالكل بې خطره دى.

كه لرګى يا څپياكه وسوځوو، مجبور به يو چې ورته كېنو، هره شېبه نور خس په كې واچوو او پوكى وكړو، چې اور يې مړ نه شي. په دې توګه به يو كس له سهاره تر غرمې پورې خپل ټول وخت په پخلي ولګوي او نور كارونه به ځنې پاتې وي؛ خو لمريز نغرى زموږ وخت نه نيسي، يوازې هر نيم يا يو ساعت وروسته به يې د لمر خوا ته تاوو، نور څه نه غواړي.

د سكرو ډبرې بيا د مسموم كولو زيان هم لري. كه سكاره په ازاده هوا كې تازه نه شي، سړى مسموم كولى او ان وژلى يې شي؛ خو لمريز نغرى دغه خطر نه لري.

د سونګ شيان چې بلوو، لاسونه مو ككړېږي او د ميكروبي ناروغيو سبب ګرځېدى شي؛ خو لمريز نغري پاك سوتره وي، نه مو ورسره لوښي كودي تورېږي او نه مو كالي خيرنېږي.

د لرګيو د برابرولو لپاره ځينې خلك شنې ونې هم وهي. د خوست، پكتيا او كونړ اكثر غرونه چې پخوا به تك شنه وو، اوس سپېره شوي دي. ځينې خداى ناترسه خلك سلامت ځنګله ته اور اچوي، چې بيا سكاره يې خرڅ كړي. كه ټول خلك د لمر له انرژۍ كار واخلي، ځنګلونه به مو خوندي شي.

د لمريز نغري دومره ډېرې ښېګڼې په دې ارزي، چې هر څوك يې واخلي. وړم كال دغه نغري په پينځه زره افغانۍ خرڅېدل. زموږ خلك كه هره مياشت درې درې سوه افغانۍ د سونګ په موادو ولګوي، باك يې نه وي؛ خو كه پينځه زره افغانۍ په يوه وار په لمريز نغري ولګوي، ورته به ګرانه ښكاري.

خېريه موسسو او دولت ته بويه، چې د دې نغريو د رواجولو لپاره دې سب سايډي ورته ومني او په كمه بيه يې خلكو ته برابر كړي. كه دا كار وكړي، ګڼ شمېر هېوادوال به مو د دې نغريو په جوړولو بوخت شي او د بې روزګارو شمېر به هم يو څه كم شي. په دې هيله چې دولت او موسسې مو دا غوښتنه واوري.

1 COMMENT

  1. محترم ورور د.صاحب زغم!
    الله رب العزت دی خیر او اجرونه درکړی، کاشکی زموږ تخنیکی وروڼه او مؤسسات د لمر له لوی نعمت څخه همداسی ګټه واخلی څنګه چی تاسی لارښوونه کړی او که حکومت ورته پاملرنه وکړی نو علاوه پر متذکره ګټو د برق کمبود هم ورسره کم شی
    نو کاشکی زموږ رجال د جاهلی مسابقاتو پر ځای ،تخنیکی او تعمیری مسابقو ته پام واړوی او د تخریب نه تعمیر ته ووځی اود انسانی مثبت صلاحیتونو مظاهره او مسابقه وکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب