یکشنبه, مې 19, 2024
Homeمقالېدرید ګل ليک | ليکنه: سيد اصغر هاشمي

د ګل ليک | ليکنه: سيد اصغر هاشمي

ګرانه ولسمشره!

د ځینو شیانو په یوځایوالي کې ګټه ده، لکه د څاڅکي څاڅکي اوبو څخه چې سمندرونه جوړیږي، خو د ځینو شیانو په بېلتون کې.

کله چې لیکوال یوازې شي، د خپلې دننۍ نړۍ سره اړیکه نیسي او ښې لیکنې کوي، چې د ده لپاره یې یوازیوالی په ګټه وي.

د وصل او فصل په داستان کې د لیلا او مجنون ګټه په بېلوالي کې وه او نن د مینې د سمبول په نوم یادیدل یې د بېلتون ګټه ده.

د هر شي ګټه یو شان نه وي. د لیلا مجنون بېلتون یو شان ګټه درلوده، د لیکوال یوازیوالی بل شان او زما د بېلتون فلسفي کېسه بل شان ګټه لري.

زه یوازې یم، ګټه مې دا وکړه، چې چا پسې خبرې نه کوم او ډېر وخت مې سر په سجده ایښی، عبادت کوم. کله چې په فکر کې ډوب شم، نو ټول فکر مې د انسانانو پر هغو ناوړه کړنو وي، چې د نړۍ په ډېرو ژوندیو او نا ژوندیو توکو کې یې نه وینم.

سید اصغر هاشمي

موږ «ګلان» یو د بل سره خپلوي کوو، یو بل ته کندې نه کنو، خوا کې مې ګل سپین رنګ لري او زه سور، د ده تخم د هندوستان دی او زما د انګلستان، دی یو شان بوی لري او زه بل شان.

هېڅکله لوري او رنګ ته ارزښت نه ورکوو، یو بل ته درناوی کوو او کله هم یو بل ته زیان نه رسوو او په دې پوهېږو، چې د نړۍ په ټولو شیانو کې توپيرونه شته، چې په انسانانو کې انساني توپيرونه یوه اروايې موضوع ده، خو ما ډېر انسانان ولېدل، چې یو بل نشي زغملی او یو د بل دننني ذکاوتونه او بهرني ښکلاوې نه مني، نو ځکه یو بل ته تاوان رسوي.

زه یوازې یم او نه غواړم د ښار بڼونو ته ولاړ شم، ځکه چې په ډېرو مدنیتونو او ښارونو کې ډېر انسانان پخپلو منځونو کې ستونزې لري او داسې نه شي چې چاپیریال په موږ اغیز وکړي او د دوی خویونه خپل کړو.

زموږ څخه عطر جوړیږي او تاسو ترې ګټه اخلئ، یعنې زموږ تولید د ډېرو انسانانو له تولیده خورا ښه دی. موږ بیدیاوو ته ښکلا ورکوو.

ولسمشره!

که په موږ باران وشي، خړوبیږو، که ونه شي تاسو موږ ته اوبه نه راکوئ، وچیږو او له تندې مرو. ما په خپل خوا کې داسې نوي تنکي ګلان ولیدل، چې له منځه لاړل او زموږ نه بېل شول. هغوی تاسو ته ګټه رسوله، خو تاسو یې د مړینې لامل شوی.

باد زموږ سره له تاسو ډېره مرسته کوي، چې والوزي خوا کې بل ګل ته مې نږدې کوي او غاړه غړۍ کېږو. زموږ د خپلوۍ لامل باد دی او هر وخت د الله تعالی دربار ته لاسونه لپه کوو، چې باد والوزي او موږ سره یو ځای کړي. د باد پر الوت خوا کې بل ګل په غیږ کې نیسم او د زړه خبرې ورته په غوږ کې کوم. سره له دې، چې په رنګونو، بویونو، قدونو او نورو برخو کې سره توپیر لرو، خو هېڅکله داسې کار نه کوو، لکه ځینې انسانان چې توکمیز، رنګیز او داسې نورو شیانو ته ارزښت ورکوي.

ستاسو د ټولنې ځینې انسانان موږ ته تاوان رسوي او د خپل کوره مو بېلوي. تاسو د تاوان رسولو سره روږدي یاستئ، نو ځکه ځینې کسان مې ولیدل، چې د پټي په پولې روان، لور په لاس او د غنمو سرونه وهي.

زما په شان په سلګونو انسانان ستاسو په ټولنه کې شته، چې یوازیوالی یې د دې لپاره خوښ کړی، چې تاسو ورته ارزښت نه ورکوئ. هغوی ډېر ښکلي بویونه لري، خو تاسو ترې ګټه نه اخلئ. تاسو خو یو ځل د هغو بوی و ازمايي. یو ځل خو د دوی له عطرینو وږمو ګټه واخلئ.

زه په دې بیابان کې ښه یم. د انسانانو له ویرې دلته راغلی یم. نه غواړم چې د دوې نا وړه کړنې ووینم. بې عدالتي، جګړه، وژنه او داسې نورو په لسګونو بدو ځانګړنو شاهد اوسم.

دوه ورځې مخکې یو ظالم شهزاده په اس سور راغی. د اس ملا ته یې قمچینه نیولې وه او په ملا ملا یې وهه. د اس په شڼهار کې مې د هغه دردونه او فریادونه واوریدل، چې نږدې راغی، نو زما سا یې هم واخیسته. دی دومره نه پوهیږي، چې موږ نباتات احساسات لرو، درد لرو او د نورو درد احساسوو، نو زه پوه شوم، چې شتمنیز نظام دومره ړوند او کوڼ دی چې ورځ تر بلې ظالمان زیږوي.

ولسمشره!

هر سهار زموږ پر مخونو اوښکې بهیږي. دا اوښکې د انسانانو په ظلمونو له سترګو بهوو. په موږ کې د ډېرو سرونه سر ښکته پراته دي او الله تعالی ته دعا کوي، چې انساني ستونزې لږې شي او د ډېرو ګلانو په رنګونو کې دا سوروالی د کړاو او غم رنګ دی. دا د خوښۍ رنګ نه دی.

موږ په کایناتو کې داسې برابري ولیده، چې په تاسو کې نشته. د بېلګې په ډول یو شان ورښت، لمر، باد، هوا او داسې نور…

هو!

ځینې بې فکره انسانان دې عدالت له لمر، سپوږمۍ، باد او ورښت څخه زده کړي. سره له دې چې دغه توکي فکر نه لري، خو بیا هم دوی د ځینو بې فکره انسانانو له عدالته کار اخلي.

لمر سهار پیدا کېږي، په بې وزله، موړ، خپل او پردي یو شان رڼایي کوي. لمر له عدالته کار اخلي، چې ډېر انسانان دغه شان برابري نه کوي.

د شپې له خوا د سپوږمۍ په راختلو یو ځل بیا پر موږ رڼايي شي او که اسمان وریځ وي او سپوږمۍ خپل مخ پټ کړي، نو بیا هېڅوک د ده له مخه پلو نه شي لرې کولی.

ورښت هم د لمر او سپوږمۍ په شان له انصافه کار اخلي او ډېری ځمکې یو شان خړوبوي. خپل او پردی، دوست او دښمن په نظر کې نه نیسي، خو په تاسو کې ډېر لږ وخت عدالت لیدل کېږي.

زموږ رنګارنګي، ښکلی بوی او ژوندون د لمر برکت دی. باد مو ملګرتیا ته هڅوي او چې کله والوزي، نو یو بل ته مو غاړه غړۍ کوي او راته وايي چې په مینه او محبت ژوند وکړئ. ورښت مو شنه کوي او قوت راکوي او پاکه هوا را کې ساه پو کوي.

1 COMMENT

  1. سلالم
    ھو ! عدالت او مساوات ، ڑوند او پرمختگ ، مبارزہپہ عدم تشدد کی او سم لاسی یو والی لکہ د شاتو موچی چی ستا گلانو سرہ رغبت لری راشہ در شہ کوی او د گلانو نہ خپل ورخنی محصول تر لاسہ کوی چی نہ مالیہ ورکوی او نہ بل غر امت او ھیاھو پہ ھمہ کی دی نہ ضابط لری او نہ خورد ضابط نہ پاو لری او نہ چارک
    پہ ھر حا ل زموز د تولنی نا متو ادیبہ تا تل دپشوڑبی کلام تہ رنگ ورکری خوند دی ور کوری او ھغہ دی دومرہ مسلکی کری چی لہ دیرو ڑبو شاتہ نہ پاتی کیزی زہ تاسرہ منم چی بد پہ ھیخ صورت چا پسی ونہ ویل شی خو کلہ چی ملی منافعو باندی طرحہ راخی نو سالمہ نیو کہ ستا، زما، ھغہ ،او بل حق دی او تولنی تہ یی گتہ رسیزی نہ لافی او پتا کی
    ما پہ دیرہ مینہ ولوست کور مو ودان د تاند ویب پانی دایمی لیکوالہ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب