شنبه, اپریل 27, 2024
HomeروغتیاAcne –  ځواني دانې – ځوانکې

Acne –  ځواني دانې – ځوانکې

زکریا رحیمي

ځوانکې، چې د (acne vulgaris) په نامه هم یادیږي د پوستکي اوږدمهاله ناروغي ده او هغه وخت رامنځته کیږي کله چې د وېښتو فولیکولونه (hair follicles) د پوستکي د غوړو او یا هم د پوستکي د مړو حجرو لخوا مسدود یا بلاک شوي وي.
ځانګړنه یې د تور سر یا سپین سر لرونکې دانې یا بخار او غوړ پوستکی ده مګر ځینې وخت ټپ هم پکې رامنځته کېدای شي. په بنسټیزه توګه په پوستکي کې، د سینې په پاسنۍ برخه کې، په مخ او په ملا کې د غوړو مرغېړي تولیدیږي. کله چې ناروغ په خپل پوستکي ځوانکۍ وګوري نو لوړې کچې تشویش، خپل ځان ته کم احترام، ډېپرېشن او حتی د خودکشۍ کولو فکرونه پکې پیدا کیږي.
 
تقریبا ۸۰ % د ځوانۍ د دانو لامل جنتیکي ګڼل شوی. تر اوسه مالومه نده چې د خوړو رژیم، لمر ته د پوستکي څرګندتیا، د سګرټو څکول او د نظافت پاملرنه نه کول د ځوانکو د پیدا کېدو لامل ګرځي او که نه. د بلوغ په لومړیو کې په دواړو نر او ښځه کې د ځواني دانې د هورمون کچه کې لوړوالی رامنځته کوي لکه د (testosterone) جنسي هورمون. په پوستکي باندې د (Propionibacterium acnes) باکتریا پیدا کېدو لامل ګرځي.
 
د درملنې لپاره یې زیاتې طریقې موجودې دي لکه د ژوند کولو په طریقه کې بدلون، درمل او نور طبي بهیرونه. لکه د بورې په څېر ساده کاربوهایډرېټ خوړل ممکن ګټه وکړي. د پوستکي پر مخ (سطحه) کارېدونکي یې (azelaic acid, benzoyl peroxide, and salicylic acid) دي. له دې پرته انټي بیوتیک او ریټینوایډ (retinoids) هم شته چې په پوستکي کاریږي او یا د خولې له لارې خوړل کیږي. خو انتي بیوتیک کارونه ممکن له انتي بیوتیک سره د مکروب مقاومت زیات کړي. په ښځو کې ځینې د اومیندوارۍ د مخنیوي درمل هم د ځوانکو مخنیوی کولای شي. که چېرې ځوانکې خورا زیاتې وي نو د (Isotretinoin pills) ګولۍ یې د درملنې لپاره اغیزمنې دي مګر په هغه وخت کې باید ناروغ ته ورکړل شي چې نور درمل یې مخنیوی نشي کولای او یا هم د ځوانۍ دانې یې خورا زېاتې وي ځکه چې دا درمل خورا زیات بد اغیز (side effect) لري.
 
په ۲۰۱۵ کال کې، په ټوله نړۍ کې تقریبا ۶۳۳ میلیونه کسانو ځواني دانې لرلې او د نړۍ په ۸ عامو ناروغیو کې یوه ناروغي وه.  ځواني دانې معمولا په کم عمر کې پیدا کیږي خو کم شمیر د زیات عمر کسانو کې هم پیدا کیږي.

1 COMMENT

  1. سلام داکتر صیب……! زه هم د مخ له بخار سخه مسی سخت رنز و ړم که شمیره مو ریپلی کی راته ولیکی
    او تر درملنی لاندی وونیول شم او یا که معاینه خانه لری نو ادرس یی مننه
    خوشاله به شم سو تاسی سره له نژدی ووینم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب