هغه کسان چى د شکرې په ناروغۍ اخته وي، کيداى شي چى د ګلوکوزو اندازه یې تر نارمل حد هم ښکته شي چې دې ته هايپوګليسميا وايي او دا عاجل او خطرناک حالت دی چې که ژر تر ژره یې تداوي ونه شي د مړينې باعث کيږي.
هايپوګليسمي يا (د وينې د ګلوکوزو کموالى) په وينه کې د زيات مقدار انسولين موجوديت او د ګلوکوز کموالي له امله مينځ ته راځي. د تعريف په اساس هر کله چى د وينې د قند اندازه دتر (72mg/dl or 4.0 mmol/L) څخه کمه شي هایپوګلیسمیا بلل کيږي.
يو شمېر هغه عوامل چې د شکرې په ناروغانو کې د هايپوګليسمى سبب کيږي عبارت دي له:
1 زيات مقدار انسولين او يا د ديابيت (شکر) ضد نورو دواګانو استعمال.
2 سخت تمرين يا کار کول.
3 د اوږدې مودې لپاره د خوراک نه کول خصوصاً لکه رپه روژ کې چې یې خلک نه کوي.
د هايپوګليسمي له نښو سره بايد ټول د شکرې ناروغان ځانونه اشنا کړي؛ لکه:
کله چې په وينه کې د ګلوکوزو اندازه له نارمل حد څخه ښکته شي نو يو تعداد نښى لکه: خولې کيدل، لړزه، سرګرځي یا ګنکسیت، سر دردي، ستړيا او د عضلاتو کمزوري، د لوږې احساس، د ديد مشکلات يا تت نظر، د زړه ضربان زياتيدل، بى حالي، د شعور اختلال، او حتى کوما. مګر په ياد ولرئ چې کله ناکله د شپې له ويده کيدو ورورسته خولې کيدل، په خوب کې ويريدل او وحشتناک خوبونه ليدل، په ویښه کى ستړتيا، تخريش، سرګرځېدا هم د هايپوګليسمي د علايمو څخه دي چى بايد متوجه واوسو. تداوي:
هر کله چې مو ذکر شوې احساس کړې نو سمدلاسه د ګلوکومتر په واسطه د وينې ګلوکوز معاينه کړئ که چيري اندازه يې له ذکر شوې اندازې سره برابره او يا کمه وه نو فوراً دوه کاچوغې شات او يا دوه کاچوغې بوره په اوبو کې حل او نوشيجان کړئ او 15 دقيقې ورورسته بیا د ګلوکوزو اندازه چک کړئ که بيا يې هم اندازه کمه وه نو نوموړى محلول تکرار کړئ چې نارمل حد ته وګرځي يعنى دا يوه ايمرجنسي ده چى په دې حالت کې د روژې ماتول حتمي او ضروري دي کنه خداى مکړه په لنډ وخت باعث د مرګ کيږي.
که مو دا لیکنه تر پایه لوستې وي خپل معلومات د شکرې له ناروغانو سره حتما شريک کړئ.