پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeداسې هم شتهساینسچین د سپوږمۍ نه لیدل کېدونکې برخې ته سپوږمکۍ لېږي

چین د سپوږمۍ نه لیدل کېدونکې برخې ته سپوږمکۍ لېږي

تاند- چین د سپوږمۍ هغې خوا ته، چې له مځکې نه لیدل کېږي، د څېړنو لپاره سپوږمکۍ لېږي.

د سپوږمۍ یوه برخه موږ له مځکې نه شو لیدلی.

چینايي سپوږمکۍ به د مځکې د مدار په ۴ لکه ۸۰ زره کیلو مترۍ کې ځای پر ځای شي.

دا به لومړنۍ سپوږمکۍ وي چې د سپوږمۍ په دې برخه کې تحقق ته استول کېږي.

دا برخه د سپوږمۍ پټه خوا بلل کېږي.

سپوږمکۍ به د سیګنالونو په وسیله خپل معلومات مځکې ته رالېږي.

په ۱۹۶۸ م کال د اپولو ستوربېړۍ اسمانمزلو (فضانوردانو) د سپوږمۍ پټه خوا ولیدله خو د لومړي ځل لپاره د سپوږمۍ د دې برخې عکس د پخواني شوروي اتحاد لونا ۳ ستوربېړۍ واخیست.

چینايي سپوږمکۍ کوپیکیاو نومېږي چې له یوې چینايي افسانې سره تړاو لري.

افسانه داسې ده چې کارغان د قمري کال د اوومې میاشتې په اوومه شپه پر خپلو وزرو یو پُل جوړوي چې د جنت اوومه الهه یعني ژینو خپل خاوند، چې د اسمانلارې د کهکشان په خاطر ورڅخه بېل شوی، وویني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...