یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeروغتیاد ښکلي پوست درلودلو لپاره دغه ټکي په پام کې ونیسئ

د ښکلي پوست درلودلو لپاره دغه ټکي په پام کې ونیسئ

احمد الهام
۱ – د مخ وچولو چل زده کړئ
هېڅکله د مخ وچولو پر وخت خپل مخ کلک مه موښئ. هغه روی پاک چې یوازې په تاسو پورې اړه لري، را واخلئ یوازې څو ځله یې ډېر نرم پر مخ کېږدی او بېرته یې ترې پورته کړئ.
۲- د مخ په غوړولو کې ځنډ مه کوئ
مخ یوازې له مینځلو وروسته په سم ډول مرطوب مواد جذبولی شي او بس.
د دې لپاره چې د بدن پوست مو ښکلی او شفاف شي، نو له ګرمۍ، یخنۍ او باد څخه ځان وژغورئ. همدا راز پاکه او صافه وینه هم د ښکلي پوست لامل کېږي.
۳- روژه ونيسئ
د دې لپاره چې وینه مو صافه او پاکه شي، په یوه کال کې باید ۳۰ ورځې روژه ونیسئ او د اوړي په موسم کې هرو مرو په خپل غذایي رژیم کې مېوه ور زیاته کړئ.
۴ – مناسبه غذا وخورئ
د ښکلي پوست او پاکې وینې درلودلو لپاره له انځيرو، نخودو، خرما او شاتو څخه ګټه واخلئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب