یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeکالمونهاستاد شپوند شپېتو بړېڅو.... / استاد سعدالدین شپون

د شپېتو بړېڅو…. / استاد سعدالدین شپون

پزلنور استاد، ډاکټر فضل نور، خو مشهور په پزلنور و. همدا درې میاشتې دمخه د امریکا په ماریلنډ کې مړ شو  او لا یې وجود سوړ نه و چې وروڼو یې ووینځه، په بیړه یې هدیرې ته روان کړ. یو ورور یې لکه چې نیمی طالب دی، په عربو کې یې واده کړی و. وروسته خبر شوم چې همده مساله راوېستې وه چې په مړي بیړه سنت، واجب یا کوم بل شرعي شرط دی خوموږ ملګرو یې چې د خدای تادي وکړه ور ونه رسېدو. وروڼه یې په فاتحه ناست و، همدې بدغوني طالبګي هم بر سر کې په توغمه پلتۍ وهلې وه.

پزل نور د خدای بښلي حبیب الله تږي په شان ژبپوهنه کې ډا کټری اخیستې وه، زموږ سره د امریکا غږکې نطاق و. که یې چا غږ ته پام کړی وي، ډډ و، لکه نر مرغاوی ناست. لهجه یې دا سې پښتني وه ، ته وا د کلي ژرنده ګړی دی. تلفون ته یې تېلېپون، صدراعظم ته سیدرازم وایه، خو چې به انګرېزۍ ته شو، نو تیار امریکنی و، بې خجه او بې اکسینټه به یې ویله. د ده د ترجمې په شانې صفا، ساده، روانه ترجمه ګرد سره په ټوله پښتو څانګه کې نه وه. د کمپیوټربابو خو نو پړانګ و. موږ ټولو ته یې چل راښوده. یوه ورځ مې د ده ستاینه کوله، خو دی له ختدا شین شو او ویې ویل، «خود به مې یادوې. په شمار څوارلس کمپیوټره مې سېزلي دي». وروسته چې ما و ده  تقاعد واخیست، نو کله به مې چې کمپیوټر وران شو، دی به په خپل موټر سایکل، چې ده ورته(ټپټپی) ویل تفریبا له دېرش میله لرې ځـایه راغی، جوړ به یې کړ. دا یې یو احسان . بل به یې آخر کې بیان کړم.

پزل نور استاد د دفتر په کارونو کې د خدای لټ و. ناغېړي یې نه کوله خو ایسته به په بل کار بوخت شو هلته به مکروفون ته د ده د تګ وخت راغی او دلته به دی په تلېپون لګیا و یا به یې د چا کمپیوټر سماوه. ډېر کله به یې ترجمه بشيړه نه وه، چې وار به یې راغی. کاغذ او فلم به لاس په منډه دریم پوړ ته خوت چې هلته زموږ سټوډیو وه. انجنیر به مجبور شو موسیقي به یې غږوله او که د اکبر ایازي په شان تکړه نطاق به پروډیو سر و، نو هغه به دا وخت په نورو خبرو، یا د بلې خپرونې په اعلانونو ډک کړ. خو چارواکو د پزل نور لحاظ کاوه، ځکه چې لایق او خیرمن و. په بحثونو کې چې به کله مقابل لوري کومه بې منطقه تبصره و کړه، ده به ویل« دا نو بله خبره ده.» بله خبره به نه وه، مازې یې بحث لنډاوه.

یوه ورځ پښتو ته د نوو تورو جوړولو په موضوع د ده او منجاور احمد زیار بحث شو. زیار له لندنه راغلی و. دواړو ډاکټري لرله او دواړه د هسکې مېنې  شینواري وو. زه پروډیو سر وم، زیارته مې زړه ډک و،  غوښتل مې چې دوی په جنګ وا چوم. خو زما پلان په بده واوښت. زیار خوله ور و او پزل نور د خدای ملنګ. چې به زیار نوی توری کاراوه نو ده به ویل ، زه وایم چې باید په لیک کې هغه توري و نه کاروو چې څوک یې په مانا نه پوهېږي، ښه پښتو، د کلیو پښتو ده. د تورو سازول به ثواب لري خو ګټه نه لري. چې زیار د ژپوهنې قوانین، په خپلې خاصې کراړې پښتو بیانول، نو  پزل نوربه خپل همېشګي ډال ورته ونیو، وبه یې ویل« دا نو بله خبر ده. » سیالي طبعا زیار وګټله، خو زما په نزد د پزل نور پښتو لیکنه باید د نثر د هر لیکوال د پاره مثال وي.

په ما یې یو بل لوی حق هم دی: پښتو خپرونه خو رېګن ماما ، په افغانستان باندې د شوروي د یرغل په پیل کې شروع کړه. تر هغې دمخه پښتونه وه ، مازې پاړسي وه. پوره کال پس کدوسري امریکایان پوه شول چې بې اودلا نه شل کېږي، باید د لالا په ژبه خبرې وشي نو د امریکا ځرو پښتو نطاقان راټولول. فدیر فهیم، تږی او پزل نور یې مخکښان وو.

اوس به د دې خبرې بل اړخ ته راشم چې په ما د پزل نور څه حق دی. دا نو بله خبره ده چې زه هم په دې وخت کې له کابله تښولی وم و پېښور ته. ګویا د روس له بارانه بچ، د تنظیمونو تر ناوې لاندې شوم. هره ورځ او له هر لوري ګواښونه(تفصیل یې، و نه و یو شپون و کې راغلی، تکرار ته حاجت نشته.) قسمت داسې پېښه کړه چې ما  لرغون پېزندنې کې هم د پوهنتون سند درلود، نو د ډنمارک د مرکز، کوپنهاګن پوهنتون هلته وبللم. ماشومان مې هم قنجوغه کړل، ایسته ډنمارک ته لاړم. هلته مې د افغانستان د کلچر په باب(زیاتره د پښتنو د مقاومت په تاریخ) لکچرونه ورکول.  یوه ورځ له واشنګن نه تلفون راغی چې د امریکا غږ  د جولای په څلرمه پښتو خپرونه  پیل کوي، که غواړې نو راشه. بیا بل تلفون راغی، بیا تلګرام . بیا د امریکې له سفارت  نه کوم مامور راته ټینګ شو. لنډه دا چې د ماشومانو سره ایسته راغلم واشنګټن ته. دلته مې کار شروع کړ. وروسته بیا فهیم راته وویل چې دا ټول سپارښتن د پزل نور و. تر هغې دمخه مې دوه ځلي له هغه سره  په کابل پوهنتون کې لېده کاته شوي وو هغه هم برسېرن، نو د یادلو پور یې پر ما پاتې و.

دا مې څنګه په یاد شو؟ پرون د فهیم سره تلفون کې غږېدم. ما د پزل نور د مرګ خواخوږي ورسره شریکه کړه. هغه وویل« او هو، مړ شوی؟ انا ….  را جعون » چې مې خبرو خبرو کې حداد یاد کړ نو بیا یې تکرار  کړه« هغه هم مړ دی؟ انا……. را جعون»


د استاد شپون دا لیکنه د ۲۰۱۲ د نومبر په ۲۵ په تاند کې خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب