پوهاند روستار تره کی
فاتا او پاتا په حقوقي لحاظ لانجمنه سیاسي او جغرافیایي سیمه ده. پاکستان حق نلري چه د ګاوندي افغانستان د موافقت نه پرته د هغې حقوقي جوړښت ته بدلون ورکړي.
دغه سیمه په هند کې واکمن انګریز د نولسمې پیړي په پاي کې د وخت د تحت الحمایه افغانستان نه جلا کړه. برتانیه د 2430 کیلومټره د ډیورنډ لاین د کرښې راښکلو سره ټوله فاټا ( 27000 کیلو میټرمربع ) برتانوي هند سره وتړله. د پښتنو د پرلپسې مقاومتونو نه وروسته ښکیلاکګر انګریز دیته اړ شو چه پاتا ته په اروپا کې ’’ موناکو ‘‘ ،’’ واتیکان ‘‘ او ’’ هاندور ‘‘ ورته، حقوقي خپلواکه دولتي حیثیت ورو پیژني او فاتا ته کورني خود مختاري ور په برخه کړي. خو په 1947 کې د پاکستان په رامنځته کیدو د یو یونت ډنډوره وغږوله شوه چه په ترڅ کې یې پښتونخوأ سیمه د پاکستان د مرکزي حکومت تر واک لاندې راغله او آزاد قبایل نیمه خپلواکه پاتې شو. خو سره له دې عملاً د سیمې پښتانه مشران د لوېی جرگې د استازو په توگه کابل ته تلل. اَن په شلمه پېړۍ کې به هم د اوسني پاکستان د مومندو او باجوړو نمایندگانو دا لړۍ روانه ساتلې وه.
نن پاکستان پدې لټه کې ده چه په یوه اړخیزه توګه ( د افغانستان د توافق او په سیمه کې د رفرندوم د پروسې نه پرته ) په افغانستان کې د پردیو تر تحکم لاندې د یوه ملي ضد او کمزورې حکومت د شته والې نه په ګته اخیستو سره آزاد قبایل مرکزي حکومت تر ولکې لاندې راوړي.
دغه توره ورځ که له یوې خوا سیاسي ناوړه پایلې به ولري له بلې خوا پاکستان د آزادو قبایلو د حالت په بدلولو سره، په قبایلو کې د استعمار نه پاتې شوې حقوقي نظام او د هغې جملې نه د ډیورند د کرښې حقوقي بنست پخپله تر سوال لاندې راوړي. افغانستان ته د داعیې د یو اړخ په توګه حقوقي پیاوړې لاسوند ور په برخه کوي. ’’ پای ‘‘
24/05/2018