Homeروغتیاکه غواړی ښکلي اوسی نو...

که غواړی ښکلي اوسی نو…

دا د ټولو غوښتنه ده چې د مخ پوست یې ښکلی او شفاف وي. که تاسو هم غواړی چې ښکلي واوسی نو دغه اووه ټکي په پام کې ونیسئ.
۱- با کیفیته مواد وکاروئ: د مخ مینځلو لپاره هغه محصولات وکاروی چې په یو ځل کارولو سره مو مخ ښکلی شي. ګرد او دوړې ترې پاکې شي، خو د مخ اصلي او طبيعي غوړ یې له منځه ولاړ نه شي.
۲ – له صابون څخه په کمه اندازه ګټه واخلئ: هڅه وکړئ په يوه شپه او ورځ کې د مخ د مینځلو لپاره دوه یا درې ځلې صابون او یا دې ته ورته څه وکاروئ، که له دې زیات شي، مخ مو خپل طبيعې حالت له لاسه ورکوي.
۳- د اوبو تودوخه په پام کې ونیسئ: د مخ مینځلو لپاره معتدلې اوبه وکاروئ. ډېرې یخې اوبه مو د مخ پر پوست شته سوري بندوي.
۴- مخ مو سم ومینځئ: مخ ته تر هغه وخته اوبه ور واچوئ چې په سم ډول پاک شي.
۵- هغه مواد وکاروئ چې پوستکی مو حساسیت ورسره ونه لري: دې ته مو هم باید پام وي، هغه مواد چې تاسو یې د مخ مینځلو لپاره کاروئ، له مخ سره مو باید سازګاري ولري، که داسې نه وي کېدای شي له حساسیت سره مخ شئ.
حمیدالله حمیدي

1 COMMENT

  1. سلامونه
    حمیدی جانه! له ۷ ټکو دې ۵ لیکلي ،دوه نور ېې څه شول؟؟. مڼنه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...