جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد نوک هومره کوچنی کمپیوټر جوړ شو

د نوک هومره کوچنی کمپیوټر جوړ شو

تاند- آی بي ایم کمپنۍ بریالۍ شوه چې د نړۍ تر ټولو کوچنی کمپیوټر جوړ کړي.

دا کمپیوټر د لاس د کوچنۍ ګوتې تر نوک کوچنی دی.

سربېره پر دې چې دا کمپیوټر دومره کوچنی دی، د پروسیس نسبتاً ښه قدرت او ظرفیت لري.

که دقیق ووایو دا کمپیوټر د یوه ایکس ۸۶ چیپ هومره دی چې په نوي یمه میلادي لسیزه کې به په شخصي کمپیوټرونو کې کارول کېده.

دا کمپیوټر تر دې حده کوچنی دی چې د لیدو لپاره یې مایکروسکوب ته اړتیا ده.

آی بي ایم کمپنۍ وايي چې دا کمپیوټر ورته تر ۱۰ سینټه ارزانه تمام شوی دی.

په هغه کې څو سوه ترانزیستورونه ځای پر ځای شوي.

ښايي د ډېرو لپاره دا پوښتنه پیدا شي چې له دې کمپیوټر څخه به څه استفاده کېږي؟

دا کمپیوټر د ارتباطاتو د ټینګولو او د ډاتا یا معلوماتو د تحلیل او تبادلې لپاره جوړ شوی دی.

د دې کوچني کمپیوټر یوه بله ښېګڼه دا ده چې د مال په لېږلو، د غلا کېدو او درغلیو په مخنیوي کې پکارېږي.

آی بي ایم وايي چې دا کمپیوټر لومړنی دی خو په راتلونکو ۵ کلونو کې به نور کوچني او لا کوچني کمپیوټرونه راوباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب