دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeروغتیابریتانیايي متخصصان وايي د سیګرېټو بیه دې ۲ برابره شي

بریتانیايي متخصصان وايي د سیګرېټو بیه دې ۲ برابره شي

تاند- په بریتانیا کې طبي متخصصانو وړاندیز کړی چې د سیګرېټو بیه دې په سلو کې ۵۰ زیاته شي څو انسانان زیات ژوند وکړای شي.

د میرر ورځپاڼې د راپور له مخې، څېړونکي وايي چې که په بریتانیا کې د سېګرېټو بیه په سلو کې ۵۰ نوره هم زیاته شي نو له یوې خوا به د ډېرو انسانانو ژوند وژغورل شي او له بلې خوا به په ملیاردونو پونډ وسپمول شي.

دوی ادعا کوي چې که د هر قطي سیګرېټ (۲۰ دانې) بیه تر ۱۵ پونډو زیاته شي په ملیونونو انسانان به د سیګرېټ پرېښودلو ته مجبوره شي.

د دوی په وینا تر ټولو زیات به په چین کې د سیګرېټ څکولو عمل پرېږدي.

څېړونکي همداراز وايي چې دا چاره به ۱۱۳ ملیارد پونډه د سیګرېټ څکولو په وجه د ناروغیو د درملنې له درکه وسپموي.

دوی په ځانګړي ډول د سږو او سرطاني ناروغیو یادونه کوي چې د انسانانو زیاتې پیسې پرې مصرف کېږي.

په بریتانیا کې اوس د یو قطي سیګرېټ متوسطه بیه ۱۰ پونډه او ۴۰ پینسه ده.

1 COMMENT

  1. بریتانیایي متخصصان وایي چې د سګرېټو بیه دې په بریتانیا کې دوه برابره لوړه شي ، تر څو خلک دا عادت په بریتانیا کې پرېږدي او د بریتانیا بشري قوه ضعیفه نه شي ، خود افغانستان په هلمند اونورو ولایتونو کې دې د تریاکو کښت او کرونده دوه زره چنده زیاته شي چې د بریتانیا مافیایي تور بازار ته یې ګټه ډېره او په افغانستان کې به د معتادینو شمېر له لس مېلیونو هم ور واوړي ، چې پردې کار سره به د افغانانوبشري قوه ور اندې فلج او ختمه شي او بریتانوي پوځیانو ته به د تر یاکو د حاصلاتو او یو رانیمو د غلا کولو په میلیاردونو ډالرو ګټه په آسانۍ سره لاسته ورشي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب