پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeداسې هم شتهساینسګوګل د جعلي خبرونو پر مخنیوي ۳ سوه ملیون ډالره لګوي

ګوګل د جعلي خبرونو پر مخنیوي ۳ سوه ملیون ډالره لګوي

تاند- ګوګل د سې شنبې په ورځ له دروغي خبرونو سره د مبارزې لپاره د ژورنالیزم د کیفیت په نوم د ۳۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت یو پلان اعلان کړ.

د ګوګل د سوداګرۍ د چارو مشر فلیپ شیندلر (Philipp Schindler) وویل«ډېره ګرانه شوې چې په انلاین دنیا کې د کره او ناکره ترمنځ څوک توپیر وکړای شي. د تکنالوژۍ چټکه وده د د خبري صنعت په ګډون ټولو برخو ته چلینج دی.»

ګوګل خپل پلان (ګوګل خبري نوښت) وباله، ویې ویل چې پر دې پلان به په درو کلونو کې ۳۰۰ ملیون ډالره ولګوي.

دې کمپنۍ په عین حال کې وویل چې خپلو خبري شریکانو ته یې ۱۲ ملیارده او ۶ سوه ملیون ډالره ورکړي او هره میاشت یې خپروونکو ویبپاڼو ته د ۱۰ ملیارده کلیکونو لار هواره کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...