Homeداسې هم شتهساینساپل داسې قلم جوړوي چې په هوا کې لیکل کوي

اپل داسې قلم جوړوي چې په هوا کې لیکل کوي

تاند- اپل کمپنۍ په هوا کې د طراحۍ د قلم د اختراع کولو د امتیاز حق خپل کړ.

د اپل کمپنۍ له لوري په دې ځیرک سمارټ قلم په فضا یا هوا کې رسم یا طرحه کښل کېږي.

دا قلم په آی پاډ پرو (iPad Pro) کار کوي خو اپل غواړي چې دا پروګرام زیات پراخ کړي.

د اپل له لوري د اختراع د حق په ثبت شوي امتیاز کې ویل شوي چې په دې قلم په هر ځای کې حتي فضا او هوا کې لیکل کېدای شي.

په هوا کې کښل شوې طرحه یا خط د لپ ټاپ یا مانیټر د سینسرونو په وسله فعالېږي.

له دې ټکنالوژۍ څخه د کاغذ پر مخ هم کار اخیستل کېدای شي.

په دې قلم دوه بعدي او درې بعدي انځورنه هم کښل کېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...