دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد ډرون په وسیله د ځنګلونو احیا

د ډرون په وسیله د ځنګلونو احیا

تاند- د بیایوکاربون انجنیرینګ په نوم د یوې کمپنۍ په ابتکار به په نړۍ کې د ملیاردونو ونو د اېښودلو امکان برابر شي.

دا کمپنۍ وايي، بې پېلوټه الوتکې یا ډرون په یوه ورځ ۵ زره او په کال کې یو ملیارد ونې اېښودلی شي.

هر کال ۱۵ ملیارده ونې وهل کېږي.

بیایوکاربون انجنیرینګ کمپنۍ د بې پېلوټه الوتکو په وسیله د مځکې په هغو برخو کې، چې ځنګلونو ته اړتیا لري، ۳ ډي سروې وکړه.

دا الوتکې په قوت د ونو تخم شیندي چې په خاوره کې ننوځي.

د بیایوکاربون انجنیرینګ کمپنۍ څېړنو وښودله چې له ډرون څخه لاندې شیندل شوی تخم هماغسې نتیجه ورکوي چې انسان یې په لاس ږدي. په دې توپیر چې بې پېلوټې الوتکې دا کار دومره چټکې او په پراخه پیمانه کوي چې انسانان یې نه شي کولی.

دغو الوتکو په یوه ورځ د ۵ زرو ونو تخمونه وکرل.

د نړۍ اکثره ځنګلونه د دې لپاره وهل کېږي چې پر ځای یې په مځکه کې کښت وشي یا یې له لرګیو څخه چارتراش جوړ شي او یا هم کورونه پکې جوړ شي.

د ونو یا ځنګلونو د وهلو له کبله اقلیمي تغییر چټک کېږي، د ملیونونو ژوو د استوګنې ځایونه له منځه ځي او نسل یې د تل لپاره محوه کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب