شنبه, اپریل 27, 2024
Homeروغتیاګازرې د بدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

ګازرې د بدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

د هوا ککړتیا په لویو ښارونو کې د خلکو ژوند ستونزمن کړی دی؛ تر ډېره هغه کسان چې په ککړه هوا کې په ښار او بازار کې ګرځي، په دې لټه کې هم وي چې څنګه وکولی شي د هغو ناروغیو مخه ونیسي چې د ککړې هوا له کبله پیدا کېږي.

د هاروارډ پوهنتون د څېړونکو په نوې څېړنه کې دا ثابته شوې ده چې ګازرې د سرطان ناروغۍ مخنیوی کوي. دغه څېړونکي وایي چې په ګازرو کې په زیاته اندازه د بتاکروتین شتون چې یو ډول انټي اکسیدان دي، مرسته کوي چې په بدن کې تخریب شوي سلولونه بیا ورغېږي.

هغه کسان چې په خپل غذایي رژيم کې يې ګازرو ته هم ځای ورکړی، د هغو کسانو په پرتله چې دا کار نه کوي، د ککړې هوا په مقابل کې لوړ مقاومت لري. د بدن همدغه مقاومت یې د دې لامل ګرځي چې د سرطان پر ناروغۍ اخته نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب