پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeداسې هم شتهساینسناسا د اتومسفیر د پاسنۍ برخې په اړه څېړنه کوي

ناسا د اتومسفیر د پاسنۍ برخې په اړه څېړنه کوي

تاند- د امریکا د فضايي تحقیقاتو ادارې یا ناسا د مځکې د اتومسفیر د پاسنۍ برخې د څېړلو لپاره دوې سپوږمکۍ واستولې.

د سپېس ویبپاڼې د راپور له مخې، ناسا یا د امریکا د فضايي تحقیقاتو ادارې د ګولډ په نوم وسیلې د اریان ۲ توغندي په ذریعه په (ES-14) او (AI Yah3) سپوږمکیو کې فضا ته ولېږلې.

ګولډ د یوه صندوق یا مایکرو وېف په اندازه دی چې د سپوږمکیو پر پاسنۍ برخه نصب شوی دی.

د توغندي له ویشتل کېدو ۹ دقیقې وروسته، له مرکز سره د هغه ارتباط پرې شو او ګومان کېده چې بیخي به بې درکه شي؛ خو په نهایت کې سپوږمکۍ په بري د مځکې په مدار کې ځای پر ځای شوه.

ګولډ وسیله به، چې د اتومسفیر د پاسنۍ برخې په اړه تحقیق کوي، له مځکې ۳۵ زره ۴۰۰ کیلو متره لوړ ځای پر ځای شوی دی.

دا وسیله له ساینسپوهانو سره مرسته کوي چې د اتومسفیر د دې برخې په اړه ښه معلومات ترلاسه کړي او د دې ترڅنګ پر هغې د لمر د وړانګو د اغېز په اړه څېړنه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...