جمعه, اپریل 26, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد خوب لپاره د سترګو سفري پټۍ

د خوب لپاره د سترګو سفري پټۍ

تاند- د پر له پسې نوښتونو په دوام کې ډریم لایت کمپنۍ یو داسې ماسک یا د سترګو پوښ جوړ کړ چې په اوږدو سفرونو کې له هغو کسانو سره ښه مرسته کوي چې خوب نه ورځي.

په دې ماسک کې د مصنوعي ذهانت له ټکنالوژۍ څخه کار اخیستل شوی دی.

دا ټکنالوژي د انسان د خوب عادتونه تشخیصوي او د هر یوه د خوب عادتونو ته په پام خپل وضعیت بدلوي.

ماسک د مصنوعي ذهانت او ماورابنفش رڼا په وسیله کاروونکي ته خوب ورولي.

 ډریم لایت وايي، دا ماسک یې له ځانګړو پوښونو جوړ کړی چې د پټۍ په شان د انسان له سره راتلوېږي او د سترګو مخه ډب کوي.

دا پټۍ یا ماسک پر سر او سترګو فشار نه راوړي خو رڼا نه ورپرېږدي.

دا وسیله د هغو ټولو کسانو لپاره په درد خوري چې خوب نه ورځي یا په خوب کې مشکل لري خو په ځانګړي ډول د اوږدو سفرونو مسافرو ته ډېر واره داره دی.

اوس عموماً په هوايي سفرونو کې الوتکې خپلو سپرلیو ته تورې پټۍ ورکوي چې بر سترګو یې تیاره شي او د شپې احساس وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب