پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeروغتیاڅه وکړو چې زکام نه شو؟/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

څه وکړو چې زکام نه شو؟/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

ځینې ساده لارې چارې او سپارښتنې شته چې کولای شي په سړو کې مو له زکام څخه وژغوري. په څادر یا پړوني سره د خولې او پزې پټول کولای شي چې ستاسو تنفسي جهاز ته د یخې هوا د ننوتو مخه ونیسي. دغه راز هڅه وکړئ چې لاس او غوږونه مو د یخنۍ پر مهال پټ وساتئ.

د بدن ځینې برخې په ډېرې اسانۍ سره یخېږي او دفاعي سیستم نه شي کولی چې په هغه برخه کې د مېکروبونو او ویروسونو مخه ونیسي. د ورځې لږ تر لږه یو نیم لېتر پاکې اوبه وڅښئ؛ ځکه د مخاطي هیدراتاسیون لپاره ګټورې دي.

که غواړی چې په زکام اخته نه شی او له دې ناروغۍ څخه په امن کې اوسی، ګرمې شیدې او د بوټو چای په یخو ورځو او شپو کې ضرور وڅښئ.

هغه څښاک چې په خپل ترکیب کې ويټامین سي لري له زکام څخه د مخنیوي لپاره ګټور دی. لږ تر لږه په ورځ کې دوه ځله باید د کوټې هوا بدله شي، ان که بيرون هوا هر څومره یخه هم وي.

لږ تر لږه په ورځ کې درې ځله خپل لاسونه په ګرمو اوبو او صابون باندې ومینځئ او یا د مېکروب ضد درمل وکاروئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب