یکشنبه, مې 5, 2024
Homeداسې هم شتهساینسځيرکې عينکې چې مجرمين ترې خلاصون نه لري/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

ځيرکې عينکې چې مجرمين ترې خلاصون نه لري/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

ټکنالوژي ورځ تر بلې په بشري ژوندانه کې اسانتیاوې رامنځته کوي. انسانان اوس پر هغه څه برلاسي شوي دي چې پخوا یوازې یو خیال او د ځینو لپاره غیر ممکن ښکارېدل. نوې ټکنالوژي اوس د ژوند په هره برخه کې د لمس وړ ده چې پر مټ یې انسانان کولی شي د کلونو کارونه یوازې په یوه ورځ او یا له دې هم په کمه موده کې ترسره کړي. کمپیوټر، طبي عصري وسایل، ځیرک موبایلونه او زرګونه دې ورته نور وسایل چې پر نوې ټکنالوژۍ سمبال دي، نننی انسان ترې د ژوند د اسانتیا لپاره ګټه اخلي.

اوس تازه د چین ځانګړو پولیسو له داسې عینکو څخه  ګټه اخیستل پیل کړي چې په ډېرې اسانۍ او اتومات ډول هغه مجرمین  پېژني چې دوی یې په لټه کې دي. دغه عینکې د ثانیې په نیمه برخه کې مجرم کس سکن کوي او ټول معلومات یې له پولیسو سره د شته معلوماتو سره پرتله کوي.

دغه ډول عینکې د لومړي ځل لپاره په هغو تمځايونو کې وکارول شوې چې ګڼ شمېر خلک پکې د تګ راتګ لپاره را ټولېدل. پولیس توانېدلي چې یوازې په یوه ورځ کې د اتو لویو پېښو مجرمین له دې لارې وپېژني. دغه راز دوی توانېدلي چې په همدې ورځ ۲۶ هغه کسان هم ونیسي چې له جعلي هویتونو څخه یې ګټه اخیسته.

دا ډول عینکې په نوې ټکنالوژۍ تجهيز دي چې چینایي پولیس ترې په امنیتي چارو کې ګټه اخلي. که څه هم چې د دې ډول عینکو کارونه تر اوسه په چین کې ډېره محدوده ده، خو ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې به د چین په ګڼو هغو ښارونو کې هم ترې کار واخيستل شي چې د مجرمینو تګ راتګ پکې ډېر محسوسېږي. دغه راز ټاکل شوې چې تر ۲۰۲۰ زېږديز کال پورې به د چین په ښارونو کې له ۶۰۰ میلیونو داسې ځېرکو کمرو ګټه واخیستل شي چې وکولی شي په اتومات ډول مجرمین تشخيص کړي.

د والسټرېټ ژورنال د راپور له مخې دغه ځیرکې عینکې یوه چینایي شرکت (LLVision Technology) طرحه  او جوړې کړې دي. عینکې د یوه ځانګړي سافټوېیر له لارې له ځیرک موبایل سره داسې تړل شوې دي چې اخیستونکي معلومات د امنیتي ادارو له معلوماتو سره په ډېرې چټکۍ سره پرتله کوي او د ثانیې په نیمه برخه کې یې پایله را وباسي. که اخیستونکي معلومات د امنیتي ادارو له معلوماتو سره، چې د مجرم کس په اړه لیکل شوي سر وخوري، د ځانګړي زنګ په کولو سره پولیسو ته خبر ورکول کېږي او جزئيات يې د هغه د موبايل پر سکرين ښودل کېږي.

د دې عینکو بیه ۶۳۵ ډالره ده، خو د څېرې د پېژندلو د دقت له پلوه یې بیې بیا توپیر کوي. د دغو عینکو ډيزاينونه هم ډېر ښکلي دي. یو څه چې باید وویل شي، د عامو وګړو لپاره دغه عینکې یوازې د دې لپاره دي چې د فېشن په توګه یې وکاروي کومه بله ګټه نه کوي، خو اصلي کمال یې بیا په دې کې دی چې باید د ځانګړې موخې لپاره وکارول شي چې هغه بیا یوازې د پولیسو او امنیتي ادارو دنده ده.

د راپور پر بنسټ د دې عینکو جوړوونکی شرکت وایي، دغه عینکې کولی شي له سلو میلي ثانیو څخه په کمه موده کې لږ تر لږه ۱۰ زره کسان تر سترګو تېر کړي. دې شمېرې ته په کتو سره که په ټوله ورځ کې له دې عیکنو کار واخیستل شي، د سکن شویو کسانو شمېر به لایتناهي وي.

له دې سره په څنګ کې ځینو چینایي وګړو د پولیسو له خوا د دې ډول عینکو په کارولو غبرګون هم ښودلی دی. دوی وایي، له دې وروسته د هېڅ چینایي وګړي شخصي حریم خوندي نه دی، بلکې پولیس کولی شي د هر وګړي شخصي معلومات، پانګه، بانکي اکونټ، پخواني او اوسني جرمونه، ناروغۍ او دې ته ورته نور هغه څه چې چینایي وګړي یې له یوه او بل پټ ساتي معلومات تر لاسه کړي. خو چینایي امنیتي چارواکي بیا وایي، دوی دومره وزګار نه دي چې د خلکو شخصي حریم ته د ننه شي او نه به هم کوم داسې څه تر سره کړي، ځکه دا یې د دندې کومه برخه نه ده، بلکې موخه یې له دې کار څخه یوازې د خپل هېواد او وګړو د  امنیت خوندي کول دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب