Homeروغتیامالټه د سرطان ضد خاصیت لري/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

مالټه د سرطان ضد خاصیت لري/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

د تغذیې د برخې څېړونکو موندلې چې مالټې د سرطان ضد ځانګړنې لري. مالټه په خپل ترکیب کې په زیاته کچه ويټامین سي لري. مالټه پر ويټامینونو سربېره کلسیم، فاسفورس، اوسپنه او کاني مواد لري چې د هډوکو په وده او د غاښونو په پیاوړتیا کې خورا مهم رول لوبوي.

پوهانو وايي، که مالټه د ستړیا په وخت کې وخوړل شي نو د ستړیا د ختمېدو سبب کېږي.

د مالټې اوبه د کاني توکو او پوتاشیم درلودونکې دي، همدا شان مالټه د وینې په پاکولو کې مهم رول لوبوي، سینې ته نرموالی او اعصابو ته ارامتیا وربښي. د مالټې پوستکی چې ګازي او مېکروب ضد خاصیتونه لري، په مېکروب ضد ملهمونو کې ترې ګټه اخیستل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

رینګه/اجمل پسرلی

فیسبوک/ظفر کریمي

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...