شنبه, مې 18, 2024
Homeروغتیاد چاغښت د کمېدو لپاره نوي درمل

د چاغښت د کمېدو لپاره نوي درمل

تاند- ډېر خلک له چاغښته زیات په تکلیف دي. د چاغښت د مخنیوي او د وزن د کمېدو لپاره له سپورته رانیولې د درملو تر خوړلو پورې هیڅ هڅه نه سپموي.

اکثره درمل جانبي عوارض یا تاوانونه لري او له ځینو کسانو سره سپورت هم مرسته نه کوي.

د امریکا د ټکساس پوهنتون طبي څېړونکي وايي چې یو نوی درمل یې جوړ کړی چې ډېر اغېزمن دی.

دوی وايي چې دا درمل یې پر چاغو موږکانو ازمویلی او ښه نتیجه یې ورکړې ده.

د ټکساس د طبي علومو د څېړونکو په وینا دوی دا درمل پر موږکانو په داسې حالت کې وازمایه چې هغو ته یې د پخوا په شان خواړه ورکول.

د موږکانو په بدن کې د وزن له زیاتېدو سره په یو وخت د چاغښت په حجرو کې د این این ایم ټي په نوم پروتین تر اندازې زیاته ترشح کوله. دا پروتین د یوه بریک په شان عمل کوي او د چاغښت د حجرو میتابولیزم کموي.

نو که دا پروتین هرڅومره زیاته ترشح وکړي د چاغښت په حجرو کې د وازګې سوځېدا ډېرېږي.

خو نوی درمل این این ایم ټي پروتین نه پرېږدي چې د وازګو یا سپینې غوښې په حجرو کې فعالیت وکړي او په دې ډول د غوړو د سوځېدو میتابولیزم زیاتېږي.

څېړونکو لومړی موږکان چاغ کړل، بیا یې دا درمل ورپیچکاري کړل. له ۱۰ ورځو وروسته یې د بدن په سلو کې ۷ وزن او دغه راز په سلو کې ۳۹ وازګه او د چاغښت د حجرو اندازه کمه شوه.

د موږکانو د وینې د کلسترول اندازه هم عادي حالت ته راورګرځېده. 

1 COMMENT

  1. دا ډول درمل سايډ ايفکټ لري چه دانسان دبدن لپاره ورسته مضر تماميږي.تر ټولو بهترينه لاره. دغوړو،وچي ډوډئ او بوري څخه خان وژغوري او کالوري بايد محاسبه کړي که نارينه وي تر ۱۱۰کالوري اضعافه ښه نه وي او که ښخه تر ۹۰کالوري اضعافه نه سي کوښښ دي وکړي چه سره لوبيا ،ترکاري او دماهي غوښو خخه استفاده وسي.په ورځکي ذيادي اوبه تر ۶ ګيلاسو کم نه وي او هم دي شني چائ نوشجان کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب