پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeداسې هم شتهساینسکلیفورنیا ګازي او پیترولي موټر منع کويٍ

کلیفورنیا ګازي او پیترولي موټر منع کويٍ

تاند- د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې یوه طرحه وړاندې شوې چې د تصویب کېدو په صورت کې به په دغه ایالت کې تر ۲۰۴۰ م کال پورې پر تېلو او ګازو چلیدونکي موټر منع شي.

د دې لایحې پر اساس، چې د ۲۰۴۰ پاک موټر نومول شوې، باید موټر ګلتوني ګازونه خپاره نه کړي.

که دا طرحه ایالتي جرګې تصویب کړه، د ۲۰۴۰ کال له لومړۍ ورځې به عملي شي.

په دې طرحه کې باري موټر، چې زیات وزن لري، نه شاملېږي. همداراز د کلیفورنیا اوسېدونکو ته اجازه ورکول کېږي چې په تېلو او ګازو چلېدونکو موټرو کې د امریکا نورو ایالتونو ته لاړ شي.

جرمني مخکې ویلي چې په راتلونکو څو کلونو کې به د ډیزلي او پیترولي موټرو جوړول ودروي او پر ځای به یې الیکترونیکي موټر تولید کړي.

همداراز ناروې ویلي چې تر ۲۰۲۵ به د دغه هیواد پر سړکونو ټول چلېدونکي موټر برقي یا الیکتریکي وي.

اروپايي اتحادیه، چین او هند هم د ۲۰۳۰ او ۲۰۴۰ کلونو ترمنځ د ډیزلي او پیترولي موټرو د منع کولو پلان لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...