یکشنبه, مې 19, 2024
Homeداسې هم شتهساینسګوګل نوی اپریټنګ سیستم جوړ کړی

ګوګل نوی اپریټنګ سیستم جوړ کړی

تاند- ګوګل د یوه نوي اپرېټنګ سیستم پر جوړولو کار کوي چې ښايي د اندروید ځای ونیسي.

ګوګل تر دې وړاندې اندروید او کروم OS اپرېټنګ سیستمونه وړاندې کړي دي، خو اوس د درېم اوپرېټنګ سیستم پر جوړولو کار کوي چې فوشیا (Fuchsia) نومېږي.

دا سیستم د ګوګل له دوو مخکینیو آپریټنګ سیستمونو سره ډېر توپیر لري.

که څه هم تراوسه له اندورید او کروم او ایس سره د فوشیا د توپیر په اړه څه نه دي ویل شوي خو یو توپیر یې دا دی چې دا یو د لینوکس پر اساس نه جوړېږي.

د دې اپرېټنګ سیستم اساس د ګوګل ځانګړی مګنیټا دی.

د ګوګل په وینا مګینټا د نویو شخصي کمپیوټرونو او موبایلونو لپاره جوړېږي.

ګوګل دا هم وايي، چې په دې اپریټنګ سیستم کې به د اپل سویفټ (Swift) پروګرام کار کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب