دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکلتورسینماد دوستم او امریکايي پوځیانو د لومړنۍ همکارۍ پر اساس فلم راووت

د دوستم او امریکايي پوځیانو د لومړنۍ همکارۍ پر اساس فلم راووت

تاند- د ۱۲ جنګیالیو (12 Strong) فلم، چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د لومړۍ نېټې له حملو وروسته په افغانستان کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو د لومړني ماموریت په اړه دی، په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شو.

دا فلم، چې کریس هیمسورت ( Chris Hemsworth) پکې کار کړی دی، د سپرو سرتېرو (Horse Soldiers) د کتاب پر اساس چمتو شوی دی.

دا کتاب چې د نیویارک ټایمز د زیاتو پلورل کېدونکو کتابونو په لیست کې دی، د هغه لیکوال ډاګ سټاتن (Doug Stanton) په وینا د حقیقي کیسې پر اساس لیکل شوی دی.

د دې کتاب له کیسې سره سم، د امریکا د استخاباراتو (سي آی اې) یوه ډله د دغه هیواد له یو شمېر ځانګړو ځواکونو سره د افغانستان غرنیو سیمو ته رسېږي او هلته د شمال جبهې له یوه قوماندان سره ویني.

دا قوماندان جنرال عبدالرشید دوستم دی چې په فلم کې د نوموړي رول میچ نیلسن لوبولی دی.

دوی غواړي چې دوستم ورسره مرسته وکړي خو له یوه داسې متحد سره مخامخ کېږي چې اسیر ژوندی نه پرېږدي.

د جنرال دوستم مشر زوی د دغه فلم په لومړۍ ننداره کې د ګډون لپاره امریکا ته تللی دی.

د هالیووډ یوه ایراني لوبغاړي نوید نګهبان هم په دې فلم کې کار کړی دی.

په دې فلم کې مزخرفې او د نه منلو صحنې هم شته؛ مثلاً یو ځای د طالبانو یو قوماندان یوه ښځه په دې خاطر د خپلو دوو لوڼو مخته وژني چې کتاب یې لوست.

سره له دې چې په دې کې شک نشته چې طالبان د نجونو او ښځو د تعلیم دښمنان ول، خو د کتاب لوستلو په دې خاطر یې د خپلې واکمنۍ په موده کې څوک وژلي نه دي. ښايي په فلم کې د هیجان رامنځته کولو لپاره دا صحنه ورزیاته شوې وي.

سرفلمي یې په لاندې ویډیو کې لیکلی شئ؛

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب