یکشنبه, مې 19, 2024
Homeروغتیاد وزن د کمولو یوه اسانه طریقه وموندل شوه

د وزن د کمولو یوه اسانه طریقه وموندل شوه

تاند- په سینګاپور کې څېړونکو داسې سټېکرونه جوړ کړي چې د انسان وزن کموي.

د سینګاپور د نانیانګ د ټکنالوژۍ یا تخنیک پوهنتون څېړونکي وايي، دا سټیکرونه یا پر بدن پورې نښلېدونکي ورقې یې پر موږکانو ازمویلي دي.

تر هر سټېکر لاندې په زرګونو خورا کوچنۍ ستنې شته چې په وسیله یې د انسان بدن ته ځینې درملونه پیچکاري کېږي.

د څېړنو له مخې، دا درمل په بدن کې زېرمه شوې سپینه وازګه سوزوي او په نسواري هغې یې بدلوي، په دې توګه وزن کمېږي.

څېړونکي وايي چې دا طریقه جانبي عوارض یا سایډ افکټ نه لري.

دوی وايي، کله چې یې د دوو دقیقو په مخه دا سټیکر د چاغ موږک پر پوستکي ونښلاوه، کوچنیو ستنو پوستکي ته په نامحسوس ډول درمل تزریق کړل، او ولیدل شول چې سپینه وازګه یې نسواري رنګه کړه.

په لاربراتوار کې څرګنده شوه چې د موږک وزن په ۴ اوونیو کې ۳۰ سلنه لږ شو. پر دې سربېره د هغه د وینو کلسترول او د غوړو اسیدونو اندازه کمه شوه.

بر دې سربېره لاندې ویدیو هم د وازګو د ویلي کولو یوه لار درښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب