دوشنبه, مې 6, 2024
Homeروغتیاد ۲۰۱۷ د طبي علومو سترې بریاوې

د ۲۰۱۷ د طبي علومو سترې بریاوې

تاند- په ۲۰۱۷ م کال د نورو علومو په شان د طب په برخه کې هم ستر ګامونه واخیستل شول.

د بېلابېلو ناروغیو د درملنې لپاره نوې طریقې کشف شوې. د ناروغیو د درملنې لپاره په زیاته پیمانه له بینادي حجرو او جنیټیک انجنیرۍ څخه کار واخیستل شو.

د ځینو مهمو پرمختګونو په لړ کې یو هم د مصنوعي وینې تولید و.

له کلونو راهیسې د بدن د ځینو غړیو لکه د زړه پر ځای له مصنوعي زړه څخه کار اخیستل کېده، خو تر ۲۰۱۷ پورې د مصنوعي وینې امکان نه لیدل کېده.

په دې کال کې د بریتانیا د روغتیا ملي ادارې (این ایچ ایس) په کامیابۍ مصنوعي وینه وازمویله.

همداراز په ۲۰۱۷ م کال امریکايي څېړونکو د جنیټیک انجنیرۍ په مرسته د جنیټیک نابینايۍ درملنه ممکنه کړه.

په همدې کال د بې مودې زېږېدونکو ماشومانو د ودې لپاره د لومړي ځل لپاره مصنوعي رحم جوړ شو.

څېړونکو دا رحم یا زیلانځ په وریو وازمایه. دوی ۸ تر مودې مخکې زېږېدلي وري پکې ۴ اوونۍ وساتل چې ښه وده یې پکې وکړه.

ساینسپوهان هیله لري چې په ۵ کلونو کې به دا ټکنالوژي د انسانانو لپاره چمتو شي.

د طب په برخه کې بل پرمختګ د ناروغ د وینې د حجرو په مرسته د سرطان د ناروغۍ د درملنې په برخه کې و.

دا درملنه، چې کارټي سیل نومېږي، د وینو په حجرو سرطان له منځه وړي. په حقیقت کې د ناروغ د بدن حجرې لیري کوي او له سره یې انجنیري کوي او بېرته یې بدن ته انتقالوي چې سرطاني حجرې تداوي کړي.

د امریکا د خوړو او درملو ادارې دا درملنه تایید کړه.

خو لا هم دا ډول درملنه د ډېرو لپاره ممکنه نه ده ځکه چې د یوه تن پر درملنې ۴۷۵ زره ډالره لګېږي.

همداراز په ۲۰۱۷ م کال ساینسپوهانو د ډي این اې مصنوعي حروف جوړ کړل چې دا د طب په دنیا کې یو ستر پرمختګ وګڼل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب