مجیب حلیمي
په نني عصر کې د ټیکنالوژۍ له استعمال څخه پرته د بشر ژوند پرمختګ نه کوي، ګوګل کوانټومي کمپیوټر جوړ کړ چې د ۱۰٫۰۰۰ کالونو کار په ۲۰۰ ثانیو کې اجرا کوي.
نو ښکاره خبره ده چې هر کور او کورنۍ ټیکنالوژۍ ته لاس رسۍ لري،او په ورځني ژوند کې ترې استفاده کوي، محصلان د خپل تېزس د بشپړولو لپاره د سرچ اینجن یا پلټونکو ماشینونو څخه کار اخلي، کورنۍ پرې له خپلو خپلوانو سره چې مسافر دي اړیکه نیسې، مامورین پرې برېښنالیکونه لیږي، او پروګرامران د دې په مرسته پوستکالي جوړوي، نو د لویانو ترڅنګ کوچنیان پکې د ساعتېرۍ اپلیکشنونه پلټي او خپلې لوبې پرې کوي، نو ایا کله مو د دې په اړه فکر کړی چې د ټیکنالوژۍ زیات استعمال د لویانو لپاره او همدارنګه د کوچنیانو لپاره څه زیانونه لري.
ټیکنالوژي د ماشومانو په زکاوت، ځیرکتوب، هوښیارتوب او اجتماعي کړنلاره کې پوره مرسته کولې شي، داسې اپلیکشنونه شته چې ماشومانو ته زده کړه ورکوي، ویډویي بڼې یې وړاندې کوي او نومونه ورته ښیې، خو د دې تر څنګ د دوی پر روغتیا هم تاثیر لري، که چېرې یو ماشوم یا لوی مسلسل هره ورځ د ۱۰ ساعتونو څخه زیات برېښنایې یا ټیکنالوژیکي الاتو ته وګوري نو یقناً د دوی په روحي او جسماني غړیو باندې اثر غورځوي، سر درد، زړه تنګون، ژور خپګان، او د نظر کمېدو سره یې مخ کوي، نو پکار ده چې ماشومانو ته د ټیکنالوژۍ د بلدتیا په خوا کې یو مقرر وخت هم تعین کړو او د استعمال پر کچه یې پابندي ولګوو.
د (Radiation Answer) مجلې مطابق، هره ټیکنالوژيکي آله لکه (ګرځنده ټېلفون، کمپیوټر، میکرویبز، ایف ایم راډیوګانې) برېښنایي وړانګې
(Non-ionizing Radiation) خپروي، اکثره یې ژر ناروغۍ نه پېښوي، خو ممکن له ډېر استعمال سره سره د سترګو ناروغۍ پیدا کړي.
د دوی په قول شعاوی هر ډول چې وي مضرې دي،ه غه که (non-ionizing)
دي او که (ionizing) دي چې ډېرې خطرناکې شعاوې دي او د سرطان ناروغۍ تر څنګ جنیتکي بدلون رامنځته کوي.
ماشومان باید تر تعقیب لاندې ټيکنالوژۍ ته پرېښودل شي، نړیواله شبکه یا انټرنيټ هم د دې برخه ده چې هر قسمه مواد پکې شته.
دلته خپله تجربه درسره شریکوم، زما یوه ورېره ده چې زیاتره هغه تعلیمي موضوعات، چې په ښوونځي کې یې نه وي زده کړي د دې ویډیوګانو له لارې زده کوي، چې زه یې له دې درکه مثبت ګڼم خو د دې تر څنګ مو پرې پابندي هم لګولې ده چې له یو ساعت څخه زیات وخت د ویډیو پر کتلو ونه لګوي.
د thrive-global مجلې د مقالې پر اساس، له ۲۰۱۲ کال راهیسې تراوسه ۱۸فیصده ماشومان د ټیکنالوژۍ د استعمال له کبله زیانمن شوي دي، سر درد د سترګو درد ورته پیدا شوی او په رواني حالاتو کې یې تغیر راغلی دی.