يو زلمى استاكار ته ورغى، ورته ويې ويل: زه غواړم په دې كسب كې استاد شم، څومره وخت راته پكار دى؟ هغه ورته كړه: لس كاله. زلمي وويل: زه كه شپه ورځ زحمت وباسم، سهار ډېر وخته راشم، ماخوستن ډېر ناوخته ویده شم، د جمعو په ورځو هم كار وكړم، بيا به په څومره وخت كې استاد شم؟ استاكار ورته وويل: شل كاله!