د ماشومانو روزنه، د ماشومانو اړتیاوو ته د ځانګړي پام کولو په مانا ده. یا روزنه، د انساني استعدادونو بېلابېلا قواو مضبوطولو او پاللو ته وایي.
ډېر کله چې د ماشومانو په روزنه بحث کیږي نو په اول قدم کې مو فکر په ظاهري شیانو راټولیږي لکه خوارک، څښاک، خوب یا داسې نور.
دا برخې ډيری بنسټیزې دي. ځکه دا لومړۍ برخې باید همدا واوسي چې ورپسې بیا پر نورو مسایلو تمرکز کول پکار دی، چې څنګه یو تکړه انسان ترې جوړ شي؟
د ماشومانو د عمر په زیاتېدو بېلابېلې برخې لا ډېر پام کولو ته اړتیا لري چې دهغه په روزنه کې ډېر مهم نقش لرلی شي او د لومړنۍ مرحلې وروسته د ماشومانو احساساتو، روزنې او د دوی د کامیابۍ راز ور زده کولو اړخ ته ډېر پام کولو باندې فکر په کار اچول کیږي ځکه چې د ماشومانو مغزه د سفنج په شکل دي، چې شاوخوا د چاپېریال هر څه جذبولی شي.
ماشومان په پنځو او اووه کالونو کې هرڅه په اتوماتیکه ډول زده کوي او غبرګون ورسره ښیي.
که د یو ښه ماشوم روزنه کول غواړو نو د زیاتو مواردو نه ځینې موارد لاندې په نظر کې نیسو تر څو خپل ماشومان مو په ښه روحیه روزلي وي ځکه د یوه بریالي ماشوم د روزلو لومړۍ راز د هغه په ستایلو کې دی.
ستایل، مینه او تشویق د ماشوم په خوشاله ساتلو کې تر ټولو مهم عامل دی.
۱: د ماشومانو هڅونه:
خپل ماشومان مو تل وهڅوئ چې راتلونکې کې په لوړ مورال او په ډاډه توګه پرمخ یون وکړي.
۲: خوشبینه اوسیدل:
د خپلو ماشومانو پر وړاندې تل خوشبینه واوسي ترڅو ماشومان مو خوشبینه اوسیدنه زده او په راتلونکې کې کومو ستونزو او خنډونو ته د تسلیمۍ لاسونه پورته نکړي.
۳: ماشومانو ته د منفي خبرو ډډه کول:
تل دا هڅه کول پکار ده چې د ماشومانو پر وړاندې منفي ګره ونه وسو ترڅو چې ماشومانو د مثبت فکره لارویان وروزل شي.
۴: له ماشومانو سره مینه کول:
که له خپلو ماشومانو سره مینه وکړو نو یو خو به مو د مینې او ترحم په روحیه روزلي وي بل به مو د بریالیتوب کیلي په لاس ورکړي وي.
۵: عادلانه اصول وضع کول:
د خپلو ماشومانو پر وړاندې عادلانه اصول وضع کول پکار دي که په هره کړنه کې وي نو د اصولو مطابق سلوک کول ورسره پکار ده.
۶: ماشومانو کې حیرنتیاوې راوسپړنه:
په ماشومانو کې ډېری داسې حیرانتیاوې موجودې وي چې د دې حیرانتیاو په راسپړلو سره ماشومان پرمختګ ته هڅیږي او د کامیابۍ راز ترلاسه کوي.
که په پاسنیو مواردو مو عمل وکړو نو په پوره ډاډ سره ویلی شو چې، په راتلونکې کې به مو داسې ماشومان روزلي وي؛ چې دټولنې د نیکمرغۍ سبب ترڅنګ به مو ددغې ناخوالو، مشکلاتو او بدبختیو څخه به زموږ ټولنه راووځي او په راتلونکې کې به یوه پرمختللې ټولنه ولرو.
د یو سوکاله، اباد او پرمختللي افغانستان په هیله!