ليکنه: ثناءالله سليم
زمونږ په هېواد کې چې دنالوستو کسانو فيصدي زياته ده ؛ زده کړې حياتي ارزښت لري.
خو په دې وروستیو کلونو کې پرلپسې جګړو او ناامنۍ دماشومانو د زده کړو بهير دډېرو لويو ننګونو سره مخ کړی.
ماشومان او ځوانان مو نشي کولای چې په ډاډه زړه ښوونځيوته لاړ شي او زده کړو ته دوام ورکړي ځکه هره شېبه دمرګ او زخمي کېدو وېره وي .
نه مهاريدونکې جګړه، نا امني او اقتصادي ستونزې هغه څه دي چې د ماشومانودزده کړو بهیر يې په کاپي ډول اغيزمند کړی.
ځکه خو افغان ميشتي ماشومان نه دښه ماشومتوب فرصت لري او نه دزده کړو؛ وړتیاوې یې همېشه ضایع کېږي.
ځینې اقلیتونه او مشران پر دې نزاکت ښه پوهېږي ،چې څنګه او څه ډول په داسې غمجنو حالاتو کې چې اکثریت پښتون مېشتې سیمې د جګړې په اور کې سوزي، اوتر نیمایي ډېر ماشومان له بې وزلۍ او نالوستۍ کړېږي.
دخپلو ماشومانو روهیه وروزي او زده کړو ته يې وهڅوی.
دا ډېر دافسوس ځاى دى چې د هېواد په دې ستونځمنو حالاتو کې دنورو مشکلاتو تر څنګ دزده کړو بهیر هم په ډېره ټېټه کچه کې قرار لري.
او ماشومان په ډاډه زړه نشي کولای چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
هر څوک بايدخپل ماشومان زده کړو ته وهڅوي او دغه کار بايد دخپل بل مسؤليت څخه مخکې وګڼي.
بايد تر خپلې وسې کوښښ وشي چې ماشومانو ته دزده کړو زمينه برابره شي ځکه کوم کسان چې زده کړې لري دښه ژوند تېرولو فرصت لري. دزده کړو دترلاسه کولو لپاره هيڅ وخت ناوخته نه دی لا وخت شته چې دخپلو ماشومانو راتلونکی رڼا کړئ! او زده کړو ته يې وهڅوئ،ځکه ددوي راتلونکی ستاسو په لاس کې دی.