لیکوال: زین الدین جمال |
ماشومان د کورنۍ تر ټـولو ناتوانه غړي دي ، معصوم ، مینه ناک او د ترحم وړ دي. موږ چې له ابتدا څخه د ماشوم د روزنې ښه تجربه نه لرو ، په دې برخه کې مو خپل مسوولیت ښه نه دي ادا کړی ، نتېجه دا شوه چې ماشوم مو د نورې نړۍ له ماشومانوسره په هر لحاظ فرق لري.
د ماشوم د ښې روزنې پایلې په راتلونکې کې د ټولنې په عمومي اخلاقو اثر پرېباسي. ډېـر داسې وجوهات شته چې په دې برخه کې زموږ په کمزورۍ دلالت کوي. زموږ په ټولنه کې داسې خلک شته چې د ډېـر اولاد لرلو هیله لري خو کله چې د ډېـر اولاد خاوندان شي بیا د ماشوم د سالمې روزنې په اړه یوه ذره فکر هم نه کوي. ماشوم به يې مسلسل ټوخېـږي خو ده به ځان بې پروا اچولی وي ، ماشوم به يې لوڅې پښې په لویو لارو او کوڅوکې منډې وهي خو پلار به يې په وړاندې مسوولیت نه احساسوي.
همداراز د ښوونې اوروزني په برخه کې هم ځیني پلرونه او د کورنۍ نور مشران هغه خپله ایمانداري او صداقت نه کاروي. اول خو به په خپل اولاد تعلیم نه کوي ، بیا که یې څوک وهڅوي چې په اولاد دې درس ولوله ، نو دومره به وکړي چې یوازې د ښوونځي یا مدرسې تر دروازې به يې ور ورسوي ، نور نو د ده دنده ختمه شوه . معلم پوهېـږي او زده کوونکی یې چې څه زده کوي او که نه ؟
موږ دا هېـرکړي دي چې یو زده کوونکی په څلورویشتو ساعتونو کې یوازې څلور، پنځه ساعته له خپل ښوونکې سره تېـروي ، پاتې شل ساعته له موږ سره به کورنۍ کې دی. موږ په دې شلوساعتونوکې د ده په ستونزو څومره ځان خبر کړ ، څومره مو له ده سره د مکتب یا مدرسې په کتابونو کې مرسته وکړه ؟؟
څه موده وړاندې په ښوونځي کې د خپل زوی ټولګي ته ورغلم ، دوه هدفونه مې لرل ، یو دا چې زه د ده له استاده پوښتنه وکړم چې زوی مې په کومه برخه کې او په کوم مضمون کې ستونزې لري او په کوم مضمون کې تکړه دی ، ایا استادان یې ترې خوشاله دي که نه ؟؟ بل هدف مې دا وچې زوی ته مې دا احساس ورکړم چې دی د خپل پلار تر نظر لاندې دی او درسونه مې را پسې څارې .
دا کار یوه بله ګټه هم لري چې ماشوم په خپل ځان د خپل پلار یا ورور د سر سېـوری احساسوي. د زده کړې په نوي میتود کې دا کار ډېـرې ګـټي لري. زما د زوی یوه تن استاد راته ګیله وکړه چې د زده کوونکو پلرونو او د کورنۍ مشرانو چې په کومه ورځ خپل اولاد په ښوونځي کې شامل کړی دی ، له هغې ورځې پرته یې بیا د مکتب دروازه هم نه ده راخلاصه کړې . څو ځله مو د ځینو شاګردانو پلرونو ته لیکونه واستول چې یو ځل ترټولګي یا د ښوونځي تر ادارې راشئ چې اولاد مو په ځینو برخو کې ستونزې لري خو چاته وایي.
استاد یوه زده کوونکې ته ګوته ونیوله ، زما د هغه شاګرد د سترګو نظر کم دی، د کتاب د لوستلو په وخت کې یې له سترګو اوښکې راځي ، څوځله مې د هغه د کورنۍ مشران راوغوښتل چې زه دغه ستونزه ورسره شریکه کړم خو متاسفانه چې په دې برخه کې یې یوه کوچنۍ مرسته له خپل اولاد سره ونکړه.
دلته دی چې سړی په ډاګه ویلی شي چې موږ د خپلو اولادونو په وړاندې خپل مسوولیت نه دی ادا کړی ، دا خو یې یو مثال و چې ما ورکړ په لسګونو داسې نور اړخونه شته چې موږ د خپلو اولادونو په وړاندې مکلف بولي . زما په نظر که څوک غواړي خپل وطن او خپلو خلکوته لوی خدمت وکړي ، خپل اولادونه دې د ښوونې اوسالمي روزنې په ګاڼه بسیا کړي. افغانستان ته خدمت له همدې لارې کولی شو.