یو پلار د کلونو انتظار له وروستۍ مېوې یعنې یوازیني زوی سره له حده ډېره مېنه کوله، نور اولادونه یې نه وه او دا یې یوازینی زوی و.
د پلار له ترحم او مېنې سره سره د زوی په متقابل چلند کې ورځ تر بلې تندوالی او زشتوالی ډېرېده.
ماشوم چې څومره د ځوانۍ لور ته نېږدې کېده، په عادي خبره به یې غوسه پاریدله، تر دې چې دغه غوسه بلاخره د پلار پر وړاندې یې څرګنده شوه.
دا چې د پلار ترحم او مېنه له اولاد سره ډېره وي، نو له خپل زویه به نه ناراضه کېده، خو په دې فکر کې شو، چې څنګه د دې ستونزې له پاره مناسب حل لار ور ته ومومي.
پلار زوی ته وویل: له بازاره یوه کیلو میخونه راوړه، زوی یې په منډه بازار ته ولاړ او د پلار امر یې پر ځای کړ او میخونه یې له بازاره راوړل.
پلاز زوی ته د غوسې د کنټرول او ختمېدو په پار لارښوونه وکړه، چې هر کله غوسه کېدلې، نو له دې میخونه یو په دېوال کې ټک وهه.
زوی د پلار لارښوونې ته لبیک ووایه، کله به چې غوسه ورتلله نو له هغو میخونو به یې یو راواخېست او په دېوال کې به یې ټک واهه، زوی دغه چاره تر یو څه مودې پورې ترسره کړه، خو تر څه وخت وروسته له دې کړنې ستړی شو.
زوی پلار ته یې وویل: نوره غوسه نه کوم، اوس پوه شوم او خپله نیمګړتیا مې حس کړه، پلار ورته په ځواب کې وویل: سمه ده زویه! له لاس څخه یې ونیوه، او سيده یې هغه دېوال ودراوه، په کوم دېوال یې چې میخونه ټکوهلي وو.
زویه! ټول ټکوهل شوې میخونه یو یو بېرته له دېواله راوباسه، خو په دې شرط چې په دېوال کې کومه نښه ( سوری) پاتې نه شي.
زوی یې هک پک پاتې شو، چې دا کار خو ناشونی دی، پلار ته یې وویل: چې دا هېڅ امکان نه لري، حتمي ده، چې نښه ( سوری) به یې پاتې کېږي.
پلار خپل زوی ته په ډېره نرمه لهجه وویل: زویه! اوس خو ستا غوسه کنټرول شوه او نه غوسه کېږي، خو په هر ځل غوسې سره دې زما په زړه کې یو سوری پرېښی، هغه به څنګه شي؟
هر چا ته په کار ده، چې له خپلو والدینو سره په ډېره مېنه او نرمه لهجه خبرې وکړي او هېڅکله داسې موقع ورته برابره نه کړي، چې د والدینو پر مخ کې یوه تنده اوستغه خبره وکړي.
لیاقت مبارز