ژباړه: حمیدالله حمیدي –
دا چې د هېواد په سړو سیمو کې ښوونیز تازه پیل شوی نو ګڼ شمېر هغه ماشومان چې نوي په ښوونځي کې نوم لیکنه کوي، د میندو او پلرونو دنده ده چې مخکې له مخکې ورته خپل ماشومان چمتو کړي، څو په پوره لېوالتیا سره ښوونځي ته ولاړ شي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. ډېری ماشومان کله چې نوی ښوونځی پیلوي له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي، لکه ناکراري، ناراحتي، له ښوونځي وېره او ډېر کله داسې هم کېږي، ان بېخي له ښوونځي زړه توري شي. خو هره ستونزه یې په خپل وار سره د حل لار لري؛ دغه ستونزه ډېره په هغو ماشومانو کې وي چې تر ډېره د خپلې کورنۍ په وګړو پورې تړلي وي.
د بېلګې په توګه هغه مور او پلار چې تر ډېره په خپلو کورونو کې د اولادونو حمایت کوي او کله کله یې د خپلو لویو اولادونو حق هم پرې خوړلی وي، د دې لامل ګرځي چې ماشوم په خپل مور او پلار پورې تړلی پاتې شي چې بیا په نوي محیط کې د ډار احساس کوي او ځان یوازې احساسوي او داسې فکر کوي چې ګواکې دلته یې د ساتنې څوک نشته. دا چې په دې برخه کې مو د ماشوم ډار کم کړی وي او په ډاډ سره وکولای شي ښوونځي او یا بل نوي محیط ته ولاړ شي، ښه ده چې ورو ورو د ماشوم د خوب کوټه ځانګړې شي چې دا کړنه ورسره ډېره مرسته کولای شي.
په همدې ترتیب ځینې نور لارې چارې هم شته چې ترې ګټه اخیستل کولای شي ماشومان مو ښوونځي ته د تلو لپاره لېوالتیا پیدا کړي.
۱- هڅه وکړئ مخکې له دې چې ښوونیز کال پیل شي، د ماشوم ذهن مو د ښوونځي او ښوونکي پېژندلو ته پوره اماده کړئ، په ماشوم کې مو ښوونځي ته د تللو شور او شوق پیدا کړئ، هغه ته وښیئ چې ښوونکی یو مهربان کس دی او له ده څخه پوره ساتنه کوي.
۲- هڅه وکړئ له ځینو لارو چارو ګټه واخلئ، لکه ماشوم مو د خپلوانو کره بوځئ، د ورځې په اوږدو کې مو ماشوم پارک ته بوځئ، له خپلو همځولو ماشومانو سره یې لوبو ته پرېږدئ او په دې ډول سره په تدریجي ډول له خپل ماشوم سره وابستګي کمه کړئ.
۳- هڅه وکړئ مخکې له دې چې ښوونیز کال پیل شي، له ماشوم سره د هغه څه په اړه خبرې وکړئ چې کېدای شي ماشوم یې د ښوونځي په لومړي ټولکي کې ولولي، لکه لوستل، لیکل، حساب کول، حساب لیکل، انځورګري، سپورت او داسې نور. په دې ډول سره به ماشوم په پوره شوق سره دې ته په تمه وي چې څه وخت به ښوونځي ته ځي.
۴- هڅه وکړئ مخکې له دې چې ښوونځی شروع شي او ماشوم مو په کې نوم لیکنه وکړي، یوه میاشت مخکې مو ماشوم داسې عادت کړئ چې د شپې له خوا یو ساعت مخکې ویده شي او سهار وختي له خوبه پاڅي.
۵- هڅه وکړئ کله چې ماشوم ته نصیحت کوئ او یا ورسره نورې خبرې کوئ، په داسې یوه لهجه ورسره خبرې وکړئ چې ماشوم مو ذهناً ښوونځي ته د تلو لپاره تیار شي. دغه راز کولای شي له هغو ماشومانو سره راشه درشه وکړئ چې په لومړي کال کې ښوونځي ته په تلو کې بریالي کسان وو او د خپلو ماشومانو لپاره یې الګو (مخ بېلګه) وګرځوئ تر څو ماشوم نور هم وهڅېږي او ښوونځي ته له تلو سره مینه پیدا کړي.
۶- د امکان په صورت کې مخکې له دې چې ښوونځي پیل شي او ماشوم مو په کې نوم لیکنه وکړي، ماشوم مو ښوونځي ته بوځئ تر څو د ښوونځي له نوي محیط سره اشنا شي.
۷- د ښوونځي په لومړۍ ورځ له ماشوم سره د مور تلل ښوونځي ته له ماشوم سره پوره مرسته کوي او تر ډېره دغه چاره کولای شي د ماشوم هغه ډار چې په زړه کې یې لري، له منځه ولاړ شي.
۸- هڅه وکړئ مخکې له دې چې د ښوونځي درسونه پیل شي، ماشوم مو له یوه ټولګیوال سره اشنا کړئ، تر څو ډاډه شي چې په ښوونځي کې هم ملګری او دوست لري.
۹- ماشوم ته مو پوره ډاډ ورکړئ چې که په ښوونځي کې له کومې ستونزې سره مخ کېږي، ډېر ژر به یې مرستې ته ور رسېږئ او داسې په غوږ کې ورکړئ چې کله مو ماشوم په ښوونځي کې وي ټوله ورځ یې په اړه فکر کوئ.
۱۰- هغه خپرونې چې ماشومان مو یې د ټلوېزیون پر پرده ګوري، تر خپل کنټرول لاندې راولئ؛ ځکه په اوسني وخت کې ټلوېزیون له مور او پلار څخه وروسته هغه ښوونکی دی چې کولای شي د ماشومانو پر روح او روان باندې ډېر تاثیر واچوي. د ټلوېزیون ښې خپرونې کولای شي ماشومان یوې نوې دنیا ته بوځي او د ذکاوت کچه یې لوړه کړي. دغه راز د ټلوېزیون یو شمېر خپرونې کولای شي د ماشومانو لپاره ډېرې مضرې ثابتې شي.
۱۱- له ماشوم څخه مو د هغه احساس په اړه وپوښتئ چې د ښوونځي په اړه یې لري او دغه راز ترې پوښتنه وکړئ چې غواړي په راتلونکي کې څه جوړ شي او دا هم ورته په ګوته کړئ چې بې له درس ویلو نه شي کولای د خپلې خوښې وړ کسب یا دندې ته لاره پیدا کړي.
۱۲- ماشوم ته مو د هغه پروګرام په اړه خبرې وکړئ چې له ښوونځي څخه له راتلو وروسته یې پر مخ بیایئ؛ د بېلګې په ډول ورته و وایاست، کله چې له ښوونځي څخه راغلې او له درسونو ستړی وې په ګډه سره به پارک ته د چکر وهلو لپاره ځو، دغه کړنه مو ماشوم ته د انګېزې د پیدا کېدو او د هغه د انګېزې زیاتېدو سبب ګرځي او په پوره مینې سره به ښوونځي ته ځي او راځي.