تاند- یوه تازه څېړنه ښيي چې د انسان د سترګو په اندازه کې تغییر نه راځي.
په دې څېړنه کې، چې د کورنل پوهنتون څېړونکو کړې، ویل شوي چې له درې میاشتنۍ راوروسته تر لوینې پوري د انسان د سترګو اندازه نه بدلېږي او په ټول عمر کې د سترګو اندازه یو شان پاتې کېږي.
حال دا چې د عمر له زیاتېدو سره د لاسونو، پښو، پزې، غوږونو او د بدن د نورو غړیو اندازه لوییږي.
د کورنل پوهنتون د عصب پېژندنې استاد هوارد هالنډ ، د مور په رحم کې د جنین او له زوکړې درې میاشتې وروسته د سترګو د ودې څرنګوالی مطالعه کړی دی.
د دې څېړنې په نتیجه کې دا هم څرګنده شوې چې ولي د انسان پر ماشوم یا نوزېږي د هر چا مینه راځي. د څېړنې په پای کې ثابته شوه چې د ماشوم سترګې د هغه د بدن له نورو غړیو سره تناسب نه لري او هماغه د ماشوماموالي سترګې تر لوینې پوري په یوه حال پاتې کېږي.
د دې څېړنې پر اساس د انسان د سترګو اندازه تر پایه هومره پاتې کېږي چې په درې میاشتنۍ کې وي. په زړښت کې د بدن او مخ په غړیو کې تغییر راځي، د سترګو ترمنځ فاصله زیاتېږي خو د سترګو خپله اندازه نه بدلېږي.
په دې څېړنه کې همداراز څرګنده شوې چې د وخت په تېرېدو د انسان غوږونه د مځکې د جاذبې له کبله لاندې خوا ته ځړېږي او کېدای شي په علت یې د غوږونو اندازه لویه شي.