د معلوماتو ټولوونکۍ: احمدجنید مبارز –
۱ : ایا پږهېږئ چي د قران الکريم (۱۱۴) سورتونه دي؟
۲ : ایا پوهېږئ چي د قران الکريم (۶۶۶۶) آيتونه دي ؟
۳ : ایا پوهېږئ چي په قران الکريم کي تر ټولو ډېر ټينګار په لمانځه کولو سوي دئ ؟
۴ : ایا پږهېږئ چي په قران الکريم کي ددغو مسجدو نومونه ذکر سوي دي : مسجد الحرام ، مسجدالاقصی ، مسجد نبوي، مسجدقباء ، او مسجدضرار ؟
۵ : ایا پوهېږئ چي په قران الکريم کي څوارلس د تلاوت سجدې دي ؟
۶ : ايا پوهېږئ چي د ښځو سترګي تر نارينه وو دوه برابره زياتي رپيږي؟
۷ : ایا پوهېږئ چي هر انسان په کال کي تر لس میلیونه واره ډېر سترګي رپوي؟
۸ : ایا پوهېږئ چي په بدن کي تر ټولو چالاکه او قوي غړۍ ژبه ده ؟
۹ : ايا پوهېږئ چي د نړۍ ۱۱ فیصده خلګ چپه دسته دي ؟
۱۰ : ایا پوهېږئ چي د انسان د زړه د وينو پمپ دومره تېز دي که يې ویني دباندي ووزي ۸ متره ليري ځي ؟
۱۱ : ایا پوهېږئ د ګراهم بل چي ټليفون يې اختراع کړۍ دي ، مور او میرمني يې په غوړو نه اورېدل ؟
۱۲ : ایا پوهېږئ چي دسهار لخوا د یوه سېب خوړل د قهوې ترڅښلو ښه او ورځنی خوب له منځه وړي ؟
۱۳ : ایا پوهېږئ چي ماران هيڅ هم نه اوري او یوازي د بويولو د احساس له مخي خپل شاوخوا حس کولای سي؟
۱۴ : ایا پوهېږئ چي د انسان دبدن څخه په ځينو حالاتو کي ۲ لېټره خولې توۍ سي ؟ ۱۵ : ایا پوهېږئ تر ټولو ښه غوړي د حيواناتو د تصفیه سوو غوښو څخه لاسته راځي ؟
۱۶ : ایا پوهېږئ چي ترټولو ګټور خواړه د غنمو څخه پخه سوې ډوډۍ ده؟
۱۷ : ایا پوهېږئ چي تودې اوبه تر يخو تېز حرکت کولای سي؟
۱۸ : ایا پوهېږئ چي د سر منځني دردونه د اوبو د لږ څښلو له امله رامنځ ته کيږي؟
۱۹ : ایا پوهېږئ چي د نړۍ تر ټولو غټ سمندر مديترانه او ژوروالۍ يې ۴۳۳۰ متره دي ؟
۲۰ : ایا پوهېږئ چي د انسان د لاس د ورغوو لیکي د شیانو د ښه نيولو لپاره دي؟