حکایت – ډيرې ورځې تيرې شوې خو چوغكې د خداى سره هيڅ خبرې ونه كړې.
ملايكو يې حال له خدايه پوښت . خداى پاك ورته ويل : راځي ، زه د هغې ګيلې اورم او فريادونه يې هم اورم.
بلاخره يوه ورځ چوغكه د دنيا د ونې پر يوه ښاخ كښيناسته . ملايكو د هغې خولې ته كتل چې اوس به څه وايي خو هغې څه ونه ويل . خداى پاك ترې وپوښتل : د هغه څه په اړه حال را كړه چې ستا سينه يې در درنه كړې ده او غمجنه يې؟
چوغكي وويل : يوه وړه ځاله مې درلوده ، د ارام ځاى مې و او د بې كسۍ خونه مې وه . تا هغه هم را څخه واخسته او دا بې ځايه توپان څه و ؟ زما له دې وړې ځالې دې څه غوښتل ؟ د دنيا كوم كنج يې نيولى و؟
د چوغكې زړه را ډك شو او اواز يي ودريد.
په عرش كې خاموشي خپره شوه او ټولو پرښتو سرونه كښته كړل.
خداى پاك د سكوت دا شيبه ماته كړه ، چوغكې ته يې وويل : د ځالې په لور دې مار در روان و ، ته ويده وې ، باد ته مې وويل چې كورګۍ دې چپه كړي او له دې سره ته د مار له حملې خلاصه شوې .
چوغكه د خداى خدايۍ ته حيرانه پاته شوه.
خداى پاك ورته كړه : نورې ډيرې بلاوې مې د خپلې مينې له وجې له تا ليرې كړي دي او ته يې چې نه پوهيږې او پر ځاى يې له ما سره دښمني كوې.
د چوغكې اوښكې تويې شوې وې ، ناڅاپه يې په زړه كې پښيماني حس كړه . سترګې يې پټې كړي ، وا يې وريدل چې د هغې هاى هاى ژړا اسمانونه په سر اخستي دي.