۱: _ د حمل پر اول تاریخ شپه او ورځ سره برابر وي.
۲: _ د افغانستان استخباراتي اداره د ملي امنیت یا (NDS) په نامه یادیږي.
۳: _ سي پي یو (CPU) د کمپیوټر مغز بلل کیږي.
۴:_ آی ټي (IT) هر هغه طاقت، یا شی دي چي دهغه په ذریعه موږ معلومات حاصلولای سو، لکه: کمپیوټر ‘ راډیو ‘ ټلیفون ‘ تلویزیون ‘ فکس .
۵: _ کمپیوټر سل په سل کښي صحي کار کوي خو کله کله د وایرس په ذریعه په دې کښي غلطي راتلای سي.
۶: _ انټرنیټ د لومړي ځل لپاره د امریکا د دفاعي څانګي لخوا وکارول سو.
۷: _ افغانستان ته موټر د ( ۱۹۰۶) کال د سپتمبر پر (۱۵) مه نېټه راغلۍ دي.
۸: _د کندهار ښار بنسټ په (۱۷۶۰ م) کال کېښودل سو، او دکندهار پخوانی نوم اراکوزیا وو.
۹: _ د برېښنا په هکله د لومړي ځل لپاره علمي څېړني د ( فرانکلن) په واسطه شروع سوې.
۱۰: _ اتوم د یوه عنصر کوچنۍ ذره ده چي پخپله هسته کي د پروتون مثبت چارچونه او دنیوترون خنثا چارچونه لري.