احمد جنید مبارز
۱- د راز خبره یو چا ته کول اوبیا ورته دا ویل چي بل چا ته یې مه کوه.
۲- تر خپلې ګټې زیات لګښتونه کول اوبیا د خوشاله ژوند تیرولو هیله.
۳- په سختو شرایطو کي نورو ته ګټه نه رسول او بیا د هغوۍ څخه د خواخوږۍ تمه کول .
۴- ځان د ټولو څخه پوه او هوښیار ګڼل .
۵- مور او پلار خدمت او اطاعت نه کول، او بیا د خپلو اولادونو څخه د خدمت او اطاعت آرزو لرل .
۶- داسی فکر کول چی سلامتیا، خوشحالی، او ښایست به د تل لپاره وي.
۷- چي یو ځل مو ازمایلۍ وي بیا یې د ازمایلو هڅه کوئ.
۸- په بې کاري کي خیالي پلان پخول بیا عملي اقدام نه کول.
۹- په دې فکر غیبت کول چي دوه درې ځلي به یې وکړم بیا به یې پریږدم .
۱۰- د هر چا سره بدي کول او بیا د آرام ژوند د تیرولو ارمان لرل .