هیلۍ یوه وړه او هوښیاره نجلۍ ده. خو کله، کله یې چې زړه تنګ شي نو ژاړي.
د هغې آئینه ډیره خوښه ده ځکه په آئینه کې یوه ښکلې او مینه ناکه نجلۍ ویني. کله چې دا مخامخ آئینې ته ودریږي نو هغه نجلۍ هم هغلته ولاړه وي او له دې سره لوبې پیل کړي یا د هغې په څير خاندي یا ورسره پټ پټوني کوي او یا هم کله چې هغه لاس ورته وښوروي نو دا هم خپل لاس د هغې په لور پورته کړي او ویې ښوروي.
تیره ورځ هیلۍ ډیره خفه او زړه تنګې وه په وړه،وړه خبره یې ژړل، لوبو ته یې هم زړه نه کیدو د کوټې په کونج کې مروره ناسته وه او ژړل یې چې پلار یې راغی او هغه یې په خپله غیږ کې پورته کړه او آئینې ته یې مخامخ ودروله، هیلۍ لا هم ژړل چې سترګ یې په آئینه ولګیدې، په آئینه کې هغه پخوانۍ ښایسته نجلۍ نه ښکاریده او په ځای یې یوه ژړیدونکې نجلۍ ولاړه وه چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې او د پخوا په څير ښایسته نه ښکاريده. هیلۍ حیرانه شوه چې دا څوک ده دهغې لورته یې په ځیر،ځير کتل، او هیڅ یې هم نه ویل، خپله ژړا يې هیره شوه. پلار یې چې ولیدل چې هیلۍ غلې ده نو د هغې پزه یې په دوو ګوتو ونیوه او وویل: لور مې نور نه ژاړي. هیلۍ د تل په څير د پلار په دې کار سره پخلا شوه او له خپل پلار سره یې خبرې پيل کړې پلار یې ورته وویل: لورې سبا ته به یوه ښکلې نانځکه درته راوړم خو ته به هم نوره نه ژاړې هیلۍ د نانځکې د نوم په اوریدو خوشاله او په خندا شوه، ناڅاپه یې سترګې په آئینه ولګیدې چې هغه د آئینې نجلۍ هم خاندي دې چې د آئینې نجلۍ ولیده نو بیا یې خندا ودریده او د هغې په لور یې حیران وکتل خو ویلیدل چې د هغې خندا هم ودریده دې بیا وخندل د آئینې نجلۍ هم دا کار تکرار کړ اوس نو هیلۍ پوه شوه چې د آئینې نجلۍ له له دې سره سیالي کوي که دا خاندي هغه هم خاندي او که هغه ژاړي نو ورسره ژاړي مګر یوې بلي خبرې ته یې هم پام شو چې کله هغه نجلۍ ژاړي نو ډیره بد رنګه ښکاریږي اوس هیلۍ تل خاندي تر څو د آئینې نجلۍ هم ورسره وخاندي ځکه چې دا غواړي چې هغه تل همداسې ښکلې ښکاره شي.
پای