د يوه ښار د لوى سړك په منځ كې غوچه كنده وه چې كله به ښار تياره و نو خلكو به لار نه ليده او ناڅاپه به دې لويې كندې ته لويدل او سخت به ټپي كيدل. له دې وجې د ښار اوسيدونكي را پورته شول ، شكايت يې وكړ او د ښار له والي سره يې د خبرو هيله وكړه څو خپل مشكل ور سره شريك كړي، والي هم حاضر شو چې له خلكو سره كښيني.
دوى سره كښيناستل. خلكو خپل مشكل ور سره شريك كړ چې د سړك په منځ كې د لويې كندې غم وخوري چې هر ورځ خلك په كې غورځي چې يا مري يا سخت ټپي كيږي. والي وويل چې ماته د دې مشكل د حل ښه لاره راځي، خلك غلي شول چې والي څه حل لاره ورته لري. هغه وويل : له دې وجې چې دا كنده له روغتونه ډيرې لرې ده او څو پورې چې امبولانس له هغه ځايه را رسيږي ټپي كس مري نو زه به يو امبولانس دلته ودروم چې كله هم څوك دې كندې ته لويږي نو ژر به يې روغتون ته رسوي .
خلك خوشاله شول چې د يوه امبولانس څښتن شول.
خو په دې وخت كې ښاروال وويل چې والي د مسخرو حل لاره پيدا كړې ده. زه وايم كه چيرې امبولانس ناروغ روغتون ته رسوي چې ډير لرې دى وخت پرې تيريږي او په دې وخت كې اكثره ژوبل كسان مړه كيږي.
نو زه وايم چې روغتون به د دې كندې تر څنګ جوړ كړو چې يو څوك كندې ته لويږي نو ژر به روغتون ته رسول كيږي او ممكن د مرګ له خطر څخه خلاص شي. د ښار اوسيدونكو ښاروال ته چكچكې وكړې چې د يوه بل روغتون خاوندان شول خو په دې وخت كې د خلكو نماينده وويل چې دواړه هم والي او هم ښاروال بې عقله دي. ځكه د يوه نوي روغتون جوړول دوه كاله وخت غواړي او موږ د دې مشكل ژر حل غواړو.
خلك ټول غلي شول چې د دوى نماينده دې مشكل ته څه حل لاره لري.
هغه غاړه تازه كړه او ويې ويل: زما حل لاره دا ده چې دا لويه كنده به ډكه كړو او د پخواني روغتون تر څنګ به بله دې ته ورته كنده د سړك په منځ كې جوړه كړو چې دا كار هم ژر كيږي او هم اسانه دى.