لوست د علم او پوهې کيلي ده او د تمدونونو د پرمختګ له ترټولو ښو وسيلو څخه شمېرل کېږي. د لوست له لارې انسان کولای شي، چې له پوهانو او ليکوالانو سره اشنا شي او د هغوی له تجربو څخه معلومات ترلاسه کړي او په خپل ژوند کې ورڅخه ګټنه وکړي.
څښتن تعالی په خپل رالېږل شوي پيغمبر (ص) لومړنی ايت شريف داسې نازل کړ، چې هغه مبارک يې لوستنې ته وهڅاوه او ويې فرمايل: (اقراء باسم ربک الذی خلق) ژباړه: د خپل هغه پرودګار په نامه يې ولوله، چې ته يې پيدا کړې.
مور او پلار، ښوونکي او روزونکي بايد ماشومانو ته د هغوی د ژوندانه په لومړيو کې هغوی ته مطالعې کولو ته وهڅوي او په هغوی کې له هماغه لومړيو د مطالعې مينه وروزي.
اوس به تاسې ته د لوست څو پړاوونه بيان کړو:
۱- پړاو
کتاب نيول: کتاب نيول په دې مانا چې ماشوم د خپل ژوندانه په لومړي کال کې کتابونه او کتابچې په خپل لاس کې اخلي او هغه په خولې سره شکوي. د دې لپاره، چې د هغه پاملرنه د کتاب او کتابچې سره لا ډېره شي؛ نو ماشومانو ته بايد زاړه او ناکاره کتابونه ورکړل شي، چې سترګې يې ورسره پخې شي او ورسره يې مينه او لېوالتيا پيدا شي. موږ کولای شو، چې د منظرو لرونکو کتابونو سره د ماشوم ذوق لا پسې ښه کړو او هغه به د تل لپاره د کتاب سره مينه ولري.
۲- پړاو
انځورونو او منظرو ته اشارې: دا پړاو تر پنځلس مياشتنۍ وروسته پيلېږي، چې ماشوم خپله ټوله پاملرنه د کتاب انځورونو ته کوي، په دې پړاو کې مور کولای شي، چې د ماشوم په ژوند کې ترټولو مهم رول ولوبوي، هغه داسې، چې مور بايد خپل ماشوم ته د رنګه انځور لرونکو کتابونو ښوول پيل کړي، ترڅو ماشوم وکولای شي په ډېرې ځيرتيا سره دې انځورونو او ډبل ليکل شويو سرليکونو ته پام وکړي او ښه په دقت ورته ځير شي.
۳- دريم پړاو
د شيانو نومونه: دا پړاو له يو نيم کلنۍ پيلېږي، چې ماشوم د شيانو له نومونو سره بلدېږي او ځان اشنا کوي. دا پړاو له هغه سره مرسته کوي، ترڅو د نومونو د اخیستلو لپاره ډېرې کلمې زده کړي؛ لکه: دا قلم دی، دا موټر دی او همدارنګه غواړي، چې د بېلابېلو شيانو په اړه له خپلې مور اښتنې پوښتنې وکړي، چې دا څه شی دی؟ هغه څه شی دی؟ او مور بايد په ډېرې نرمۍ او محبت سره له خپل ماشوم سره په دې برخه کې ځواب ورکړي او ټولې پوښتل شوې پوښتنې ورځواب کړي.
۴- پړاو
آسانو کيسو ته لېوالتيا: له پړاو له دوه کلنۍ پيلېږي او په دې پړاو کې ماشوم مينه لري، چې د هر انځور په اړه وړې وړې کيسې واوري. په دې پړاو کې ماشوم د انځورونو او ليکونو په پېژندنه کې زيار باسي او هرې ليکنې او انځور ته په خپل ذهن کې خپله خپله مانا جوړوي.
۵- پړاو
د رښتينولۍ لټون: دا پړاو تر درې کلنۍ وروسته پيلېږي او ماشوم ډېرو انځورونه رښتيني ګڼي او ډېری وخت خپل لاس انځور خواته اوږدوي، چې دا انځور راونيسي او کله هم يوه منظره ښکلوي.
۶- پړاو
د تورو په اړه نظر: له څلور کلنۍ وروسته ماشوم کولای شي، چې د هر انځور په اړه خپل نظر ورکړي او همدارنګه د هر توري د شکل په اړه هم خپل اند شريک کړي او نورو ته يې په اړه خبرې وکړي.
۷- پړاو
د انځور او متن ترمنځ د پېژندنې پړاو: په پنځه کلنۍ کې ماشوم له نورو سره د يوځای والي څخه خوند اخلي او له نورو څخه د ټولنيزو اړيکو د زده کړې ښه چانس يې همدا پړاو دی. ماشوم له خندوونکو شيانو سره خوښ وي او د خوشالۍ احساس کوي، کله چې خندوونکي توکي، انځورونو او نور داسې شيان وويني يا واوري.
۸- پړاو
د عادتونو د خپلولو پړاو: دا پړاو په شپږ کلنۍ کې پيلېږي او ماشوم کولای شي، چې ځينې فکري کارونه هم ترسره کړي؛ نو له همدې کبله دا عمر يې د ذکاوت د پرمختيا سره – سره ښوونځي ته د تللو ترټولو ښه عمر دی.
۹- پړاو
د خپل چاپېريال ډېره پېژندنه: دا پړاو له اوه کلنۍ پيلېږي او ماشوم غواړي، چې د خپل چاپېريال په اړه هر اړخيزه معلومات ترلاسه کړي او همدارنګه غواړي پوه شي، چې د ده په چاپېرچل کې څه شی پېښېږي او حقيقتونه درک کړي. ماشوم د خيالي کيسو د اورېدو لېوالتيا خپلوي، خو د خيالي او ناخيالي کيسو درک لا تراوسه نه شي کولای.
۱۰- پړاو
له خيال څخه د حقيقت په لوري تګ: دا پړاو له نهه کلنۍ پيلېږي او غواړي رښتيني داستانونه او کيسې واوري او ولولي، په تېره بيا هغه کيسې او داستانونه، چې ماشومانو پورې اړه ولري.
۱۱- پړاو
د خيالي داستانونو د کمښت پړاو: دا پړاو له لس کلنۍ پيلېږي او ګورو، چې د عمر په دې پړاو کې له اتلانو او برياليو خلکو سره مينه ښيي او غواړي، چې د هغوی تقليد يا پېښې وکړي. په دې پړاو کې بايد زيار واېستل شي، چې ماشوم ته داسې توکي د لوست لپاره وټاکل شي، ترڅو زموږ اسلامي عقايدو او اساساتو ته زيان ونه ورسوي او ماشوم په اسلامي او افغاني عقيده کلک وروزل شي.