زما د ماشومتوب خوبونه ماته اوس هم رایاد دي زما په څېر به ډېر داسې ماشومان وي چې خوب ویني هغه ترټولو مخکې خپلې کورنۍ په تېره بیا مورته اوروي، خو زموږ په ټولنه کې د ځوان خبره نه اورېدل کېږي څه پاتې ماشوم.
دلته د ماشوم نړۍ تل د کورنۍ د مشرانو لخوا ړنګه شوې ماشوم په حقونو تېری شوی. د هغوی هېڅ کیسه اورېدونکی نه لري. په کورنۍ کې ماشوم ته د خبرې وخت نه ورکول کېږي؛ ځکه خو ماشومان د یو څه د غوښتلو لپاره تر ویلو مخکې ژاړي فکر کوي چې په دې ضد سره به یې خبره واورېدل شي او کوم څه چې غواړي ترلاسه به یې کړي دا چې ماشوم ولې دې کارته مخه کوي دا یې خپلې تجربې دي چې په ډېره هوښیارۍ ورنه ګټه اخلي دې کړنې یې ښه پایله لرلې نو ځکه خو وړاندې تر دې چې خپله غوښتنه په خبرو شریکه کړي نو ژاړي او په ضد یې تر لاسه کوي.
کورنې کې ماشوم څو څو ځله خپله خبر تکراروي، خو د کورنۍ غړي ارزښت نه ورکوي چې د کورنۍ دا کړنه د ماشوم خوبونه او خیالونه د مرګ خولې ته سپاري. داسې به ډېر لږ ماشومان وپېژنو چې خپل خوب حافظې ته وسپاري هغه یې د ژوند موخه وګرځوي ټول ژوند هغه ته د رسېدو لپاره په هلو ځلو تېر کړي خو دا چې ماشوم یې پر خپلو خوبونو ډاډه نه دی او یا به هم د خپلو خوبونو له وژنې ویره لري دا ډول ماشومان هېڅکله دې ته نه تیارېږي چې خپل خوبونه او د زړه خبرې خپلو مشرانو ته وکړي. دوی خپله خیالي نړۍ له هرچا خوندي ساتي ځکه هغوی دا ویره کلکه کنلې چې مشران به یې پر خپلو غټو او درنو قدمونو دانړۍ تر پښو لاندې کړي.
خو زه هغه ماشومه وم چې تر اوسه مې هم خپل خوبونه نه دي هیر کړي زما مې د ماشومتوب هر خوب په یاد دی هغه خوب چې بلاخره زما هدف وګرځېد. زما ماشومتوب په کلي کې تیر شوی ما کله هم مکتب نه و لیدلی خو ما به هروخت ښونځي ته د تګ لوبې کولې زما د نانځکو به هره ورځ واده و؛ ځکه ما یوازې په خپل ژوند کې همدا لیدلي و خو بیا مې د مکتب وختونه هم په حافظه کې ژوندي ساتلي وو. ما هم خپل خوبونه ډېر وخت چا ته نه ویل ځکه ډیری به بیرته د مشرانو لخوا پرې مسخره کیدم خو ما کله هم دا خوبونه هیر نه کړل زه ښوونځي ته ولاړم، زما د ماشومتوب خوب په حقیقت بدل شو.
انسان ته پکار ده چې د خپلې راتلونکې لپاره یو ښه انځور ولري په ژوند کې دې انځور ته روښانه موخې ولري. ځوانان او په تیره بیا مشران مو کولای شي چې د ژوند لپاره ښې موخې وټاکي خو دا دې هم نه هیروي چې خپلو ماشومانو ته هم د موخو ټاکل ورزده کړي. هغوی ته دا باور ورکړي چې د ژوند ټاکل یې حق دی د هغوی پر خوبونودې ملنډې ونه وهي د ماشوم نړۍ ته دې په زوره نه ورځي.
ما به اکثر خپل کارونه له کورنۍ پټول ما به مې خپل رسمونه په اسانۍ چاته نه ښودل مابه مې خپلې وړې وړې لیکنې چاته نه ښکاره کولې. زه به په هغو خبرو چې مابه لیکلې وې مسخره کیدم. ملنډې به یې راباندې وهلې دادې څه رسم کړي؟ دا دې څه لیکلي؟ اوهو دانو اوس لیکوالي کوي؟ ته د دې رسمونه وګوره!
ددې په شان به مې بې شمیره خبرې اورېدلې همدا لامل و چې ما مې خپلې نړۍ ته څوک نه راوستل په غلا به مې خپل خوبونه رسمول اوبیا به مې بیرته د پټولو او اکثر به مې یې د ورانولو هڅه هم کوله. خو زه به هېڅکله د هغو ماشومانو نړۍ ته په زوره د ننه نشم کوم چې نه غواړي د خوبونو نړۍ یې زیانمنه شي. زه به د هغوی سره ددې ښکلې نړۍ په ودانولو کې مرسته کوم هغوی ته به د لوړو خیالونو لیدل ورزده کوم تر څو ښکلې راتلونکې ولري.