کېدای شې چې د ماشوم لرلو هيله ولرئ او يا کېدای شي چې پلار يا مور واست، ممکن اورېدلي مو وي چې ماشوم ته کيسې ويل ګټه لري.
البرت انشټين وايي که غواړئ ماشومان مو هوښيار نو هغوی ته کيسې ووايي او که غواړئ چې زيات هوښيار وي نو هغوی ته زياتې کيسې وواياست.
علی رغم، دغه واقعيت داسې بيا نوي، اکثره ميندې او پلرونه خپلو ماشومانو ته کيسې نه وايي او بهانې يې دادي چې ټوله ورځ يې کار کړی ستړی دی او له وسې يې نه کيږي، خو مه هېروئ چې ماشوم ته د کيسو ويل مهم تاثيرات لري.
دلته به ماشوم ته د کيسو لوستلو څوګټې درته وړاندې کړو هيلمن يو چې دا موضوع جدي ونيسئ او له خپل ماشوم سره مرسته وکړئ ترڅو په راتلونکې کې يو بر يالی کس و اوسي .
۱ ـ کيسې د ماشوم تخيل پياوړی کوي:
ماشوم ته کيسې ويل هغه هم د شپې کله چې نور د خوب وخت کيږي تر نورو وختونو زيات ګټور دی، پدې وخت کې ماشوم د کيسو اورېدو ته روحا آماده وي او د کيسې په اورېدو يې خيال پاريږي، خيايل چې منسجم شوي شکل ته يې تخيل ويل کيږي، د نقل، کيسې او خيال نړۍ ده.
له ماشوم سره بايد مرسته وکړو چې تخيل يې پياوړی شي، کله چې تخيل عالي وي انسان خپلې ورکې لارې موندلی شي، لوړ فکرونه کولی شي او په ژوند کې هغه کارونه په زغرده انجاموي چې يو شمېر وګړي يې له تر سره کولو عاجز دي.
کيسه نه يوازې دا چې د ماشوم تخيل روزي بلکې له دوی سره د ژبې په زده کړه کې هم مرسته کوي، او هوسيږي چې ژر ليک لوست زده کړي او خپله هم د کيسو لوستلو جوګه شي.
۲ ـ کيسه د مهمو شېبو پنځونکې:
د شپې کله چې د خوب وخت را نېږدې کيږي ماشوم ته د کيسو ويلده ته دومره خوند ورکوي چې ممکن هغه صحنې يې د عمر تر پايه هم هېرې نشي. دا وخت چې کله تاسې ماشوم ته کيسه کوئ ممکنه ده خپلې خاطرې هم در يادې کړي دغه خاطرې چې مهمې او پنځوونکې شېبې دي. له ماشوم سره هم شريکې کړئ، او هغه ته د خپل تېر ژوند لنډ لنډ داستانونه کله نا کله وواياست تر څو هغوی ستاسې په ماضي پوشي او هغه پېښې چې تاسې په کړېدلي ياست ماشوم ستاسې له احساس سر وصلوي او لايې در نېږدې کوي.
۳ ـ کيسه له ماشوم د سره ژبې په زده کړه کې مرسته کوي.
ماشوم ته داستان يا کيسه ويل له ده سره د ژبې په زده کړه او تکميل کې پوره مرسته کوي، کله چې ماشوم ته کيسه وايو معنا يې داده چې هم د ماشوم تخيل پارو او داستان ور اورو او هم زده کړه ورکوو ،کلېمې او جملې ورته ښيو.
ماشوم چې کله په داستان کې کوم جالبه کليمه اوري ذهن ته يې سپاري او په کار يې اچوي، دغه راز کيسو ته غوږ نيول ماشوم ته د خپل فکر د بيان او اظهار چل او هنر هم افشا کوي او له ماشوم سره مرسته کوي چې خپل عقايد او فکرونه بهتره بيان کړي.
۴ ـ کسې ماشوم له کتاب سره آشنا کوي:
کله چې ماشوم په کتابونو کې کيسې لولئ نو ماشوم هڅوئ چې کتابونه مهم وبولي او مينه يې ورسره زياته شي، کله چې انسان له مطالعې او کتاب سره مينه ولري نو خامخا د سړيتوب لار مومي او په ټولنه کې د ويښ او مهم شخصيت په توګه ژوند کولی شي.
څېړنو په ډاکه کړې نن سبا چې کوم ځوانان د کتاب سره مينه لري دوی ته په ماشومتوب کې د خپلو والدينو له خوا کيسې او نقلونه شوي او هماغه داستانونو دوی ته د کتاب مينه ور زده کړې ده.
هغه ماشومان چې يوازې فلم او کارتون ګوري په دوی کې د کتاب مينه نده روزل شوې او دايې د والدينو بغوري په ګوته کوي چې ګويا دوی ته يې کيسې ندې ويلې او هم يې کتاب لوستلو ته ندي هڅولي.
هڅه وکړئ چې ماشومانو ته مو له کتاب سره اشنايي او مينه ورزده کړئ که داسې وشول نو دوی به ډېر بريالی او له ستونزو تش ژوند ولري.
۵ ـ داستان اورېدل ماشومان فعاليت ته هڅوي:
کله چې ماشوم کيسه اوري فکر وکړئ چې ده ته به څومره صحنې په ذهن کې ور انځوريږي او څومره پوښتنه به ورته را ولاړيږي، لکه هغه څه دي او دا څه دي …؟ ماشومان تر اوسه زيات معلومات او تاسې غوندې لوی ذهنونه نلري څنګه چې دوی کوچني دي دغسې يې دماغونه هم وړوکي دي او په وړو کو دوماغونو کې تر لويو هغو زياتې پوښتنې موجودې وي.
څومره چې ماشوم ته زياتې کيسې وايي په هماغه اندازې زياتې پوښتنې ور پيدا کيږي او څومره يې چې پوښتنې زياتيږي هما غومره زيات ځوابونه پيدا کوي چې ددې سلسلې پايله د ماشوم د ذکاوت د ډېر والي او پرمختګ لامل کيږي.
ښه ده ماشوم ته داستان د شپې لخوا وويل شي پدې وخت کې ماشوم کولی شي خپلې پوښتنې په خپله ځواب کړي او خپل ماغزه اړ کړي چې نوي ځوابو او ابتکاري فکرونه ورکړای شي.
۶ ـ ماشوم ته د داستان ويلو يو بله ګټه :
که تاسې نه غواړئ ماشوم ته زمزمه وکړئ يا مو نه خوښيږي او يا مو زده نه وي ، نو پدې صورت کې، تاسې کولی شئ هغه شپه چې ماشوم ته موخوب نه ورځي داستان وواياست، دا يو بهترينه لار ده، موږ نن بختور يو چې د کيسو کتابونه زيات په لاس راځي او لاس رسي ورته آسانه دی، خو يوه شي ته مو پام وي کومې کيسې چې تاسې غواړئ ماشوم ته ېي ور واوروئ نو بايد چې د دوی له عمرسره همغږي ولري چې نه ډېرې ساده وي او نه بېحده بېچلې او سختې.
۷ ـ کيسې د ماشوم په ذکاوت هم مثبت تاثيرات لري:
کتاب لوستل مو هوښ او ذکاوت روزي او زياتوي يې، کله چې ماشوم داستان اوري، نو عاطفه، مينه انسان دوستي، سخاوت، له نوروسره مرسته … او بله هر مثبت رول خوښوي او غواړي چې دی يې هم ور خپل کړي يا يې په ځان کې ځای کړي، کله چې يو انسان د انسانيت په معيار سمبال وي نو هغه به خامخا ذکي او د بهتره فکر خاوند هم وي.
که مو ماشوم ته زياتې کيسې ويلي وي نو هرو مرو به دی په ښوونځي کې هم تر نور مخکې او په درسونو کې به تکړه وي .
ماشوم ته کيسې خامخا ولولئ او ځان ته دا بهانې مه ګورئ چې نن مو کارونه زيات ول او سخت ستړي ياست ستاسې يو مهمه دنده او کار بايد همدا وي چې ماشومانو ته هر ماښام لږ تر لږه يوه کيسه ولولئ، زه ستاسې سره ژمنه کوم چې دوی به په راتلونکې کې له تاسې نه مننه وکړي او دا نېکۍ به مو هېرې نکړي.
پای ۱۳۹۵-۳-۲۰