۱ پلارته
ستا په ږیره زما پلاره
پیدا شوي سپینکی تاره
ته اوس کینه نور کراره
زه به ستا یم خدمتګاره
نور ته ستړی یی خبریم
زه هم لوی شومه اوستریم
ستا خدمت ته تل چمتو یم
که تا پالم بختور یم
ستا ترهرقدم دلاندې
جنتونه وینم وړاندې
چې ته خوښ یي خدای هم خوښ شي
دا خبرې معلم کاندې
*********
۲ مورې!
زما مورې ستوماني
ډیره ډیره په ما ګرانې
چې ناجوړه زه کله شم
راته وکړي دوعاګانې
که زه لوبو کې اخته یم
یا لګیاه په نوشته یم
ته زما له پاره غم خوري
که زه ناست لاپه ناشته یم
چې راپورته شم له خوبه
له نړۍ د ماشومتوبه
ته مې لاس او مخ رامینځي
بیا شم خلاص ناولتوبه
*******
۳ خورې!
زما وړې خورکۍ
ته يي لویه شهزادګۍ
ښایسته او ګلالۍ
په ما ګرانه یی خورکۍ
په ما ګرانه يي خورکۍ
*******
۴ وروره!
ای زما وروره باتوره
قلم تور غواړې که سوره
راشه راشه قلم واخله
مورهم مه شه په تا بوره
ته په ما باندې ډیر ګران يي
هم مې ورور يي ته مې ځان يي
له همځولو سره مه کړه
جنګ جګړه که مې جانان یې
*********
۵ ماهی
زه رنګین غوندې ماهی یم
په اوبوکې ګرځم ښوی یم
دا ته مې نیوای نه شي
ګوره زه دومره کمکی یم
راځه راځه اشنايي وکړو
مینه، مینه دوستي وکړو
زه ډیر، ډیر ګلالی یم
ته هم پاک او ګلالی يي
ته هم پاک او ګلالی يې
******
۶ چرګه
چرګه مې ببره ده
زیاته مروره ده
خپل چوچوڼي هم وهي
ډیره زوره وره ده
کږه وږه په لاره ځي
وايي: بختوره ده
سپۍ هم ترې ډاریږي
لغه يي ککره ده
چرګه مې ببره ده
*******
اسدالله بلهار جلالزی