-ته خو اوس درس نه وايې د امتحان په ورځو کې بیا وایې چې څه مې نه دي زده!
-اوس وخت په ساعتیریو تیروه که په ازموینو کې بریالۍ/ بریالی نه شوې زه به درسره ګورم!
-ته چې لوبې کوې ولې یې په ځای درس نه وایې!
-که داځل دې په ازموینو کې ښې نمرې وانه خیستې بیا به دې زه خوښ/ خوښه شم!…….
د ناکامۍ په اړه د کال په اوږدو کې د کورنۍ اخطارونه او خبردارۍ د ماشوم لپاره په یوه عادت بدلې شوې چې هره ورځ به یې اوري، ځکه خو ډير کله چندان سر هم نه پرې خوږوي. له دې ورهخوا په ښوونځي کې د ماشوم له ناکامۍ وروسته د اکثرو کورنو کیسه یو شان ده. ماشوم یا د ازموینې پارچه راوړې او د کورنۍ له ویرې یې چیرته پټه کړې یا یې هم څيرلې. د ماشوم مور ماشوم ته د یو مجرم په سترګه ګوري او نه غواړي چې خبرې ورسره وکړي. پلار یا د کور نور نارینه غړي په حق په جانب لهجه د ماشوم په رټلو شروع کوي یا یې هم وهي، بیا ورته په ساعتونو ساعتونو نصیحت کیږي او بیا مجبور دی چې کتاب په لاس په هغه ورځ بې له ځنډه ساعتونه ساعتونه سبق ووايي. په دې کار سره کورنۍ غواړي د ماشوم په ناکامۍ کې خپل ځان ګرم ونه ګني او خپل ځان له ملامتیا او مسؤلیته خلاصوي.
خو
یو عالم په دې اړه ویلي: ستاسو ماشوم ستاسو د وجود یوه حصه ده او تاسو کله هم له هغه څخه بې خبره نه یاست.
له دې خبرې مطلب دا دی چې ماشوم هغه څه رالویږي چې مور او پلار یې رالویوي یا هم هغومره استعداد لري چې مور او پلار ورته په میراث پرې ایښی. نو ښه به دا وي چې ومنو هر ماشوم بیل دی او هر ماشوم چې هر څومره استعداد او وړتیا لري د ژوند کولو او له خپل شتون څخه د خوند اخیستلو حق لري همدارنګه هر ماشوم حق لري چې خپل شتون ارزښتناک وګڼي او دا احساس یوازې د هغه مور او پلار او شاوخوا خلک په ماشوم کې روزلی او پیاوړی کولی شي.
له دې خبرو مې مطلب دا دی چې یا ماشوم د ټیټ استعداد درولودونکی دی یا یې هم د استعداد غوړیدو ته لاره نه ده هواره یعنې چاپیریال مناسب نه دی، چې په دې دواړو حالاتو کې ماشوم ملامت نه دی.
اوس راځو چې د دې ستونزې د حل لپاره څه په کار دي:
ښه به وي چې ماشوم مو هر څنګه چې دی قبول یې کړو او له هغه څخه د معجزې تمه ونه لرو.
که ستاسو ماشوم هر څومره ستونزه ولري نو تاسو ته د مور او پلار په توګه ښايي چې تر خوا یې ودریږی او لاسنیوی یې وکړی البته دا لاسنیوی د هغه سره د خواخوږي لپاره دی نه د هغه د ناسم کار( سبق نه ویلو) د منلو یا تاييد په معنا.
د یو مسؤل مور/ پلار په توګه به ستاسو دنده دا وي چې ماشوم ته مو دا حس ورکړی چې د ژوند په هر حالت کې ورسره یاست او د هغه ستونزه او د هغه احساسات درک کوی کله مو چې ماشوم ستاسو ملاتړ له ځانه سره حس کړ نو بیا هغه هم ورو ورو په تاسو باندې اعتماد کول پیل کوي.
د هغې ورځې د عکس العمل په اړه به ښه وي دا ووایو چې له ستونزې وروسته مو له ماشوم سره کله هم د یوه مجرم په څير چلند مه کوی او د ډير وخت لپاره د لوبو حق مه ترې اخلی. که هغه ته سزا ورکوی سزا باید ټاکلې اندازه ولري او له حده ډيره نه وي، د یوه لوی او منطقي کس په توګه برخورد وکړی احساساتي کیږی مه، له بدني تنبه څخه کار مه اخلی چې ماشوم مو له سبق ویل څخه نور هم زړه توری کیږي. که ګوری چې ماشوم مو هم له دې حالته ناراضه او خفه دی او په دې اړه ځوریږي ښه وي چې لومړی له خپل ماشوم سره خواخوږي وکړو. هغه ته ووایو چې موږ یې درک کوو او پوهیږو چې هغه بد حس لري.
وروسته په خپلو او دماشوم په تیرو کړو له سره غور وکړو، د ستونزې ریښه پیدا کړو. له هغې وروسته په حل لارو تمرکز وکړو او دا ومنو چې دا ستونزه لکه څنګه د یوې مودې په تیریدو سره رامینځته شوې د هواریدو لپاره هم وخت ته اړتیا لري.
د بیلګې په ډول که ګورو چې ماشوم مو نامنظمې لوبې او هر وخت لوبې کوي یا هم ډير وخت لوبو ته ورکوي نو ښه به دا وي چې د هغه د لوست او لوبو لپاره مهال ویش وټاکو. له هغه سره د سبق ویلو لپاره وخت بیل کړو یا هم که وینو چې ماشوم مو له لوست سره مینه نه لري نو علت یې پیدا کړو چې ولې؟
یوه استاد مو ویل هر سهار د ښار له یوې څنډې بلې څنډې ته ډير لرې ځم چې کوچنۍ لور مې هغه ښوونځي ته ورسوم چې یوه پوه ښوونکې په کې تدریس کوي. که دا کار درته ناشونی وي نو لږترلږه یو ځل یې ښوونځي ته سر ورښکاره کړی او له ښوونکو سره یې د ستونزې په اړه وغږیږی. باور وکړی د یوې ښوونکې په توګه یې له خپلې تجربې درته وایم، هغه کورنۍ چې وخت په وخت د خپلو ماشومانو له ښوونکو او ښوونځي سره په تماس کې وي او د هغوی د ستونزو په اړه پوښتی نو هغه ماشومان په لوست کې له نورو کمې ستونزې لري.
سلامونه او نيکي هیلي مي قبول که اغلي غني خورلومړي خوستاسو دلابرياو په هيله
زما يوه غوښتنه ده چي تاسوکه چيري داموضوع پورته کړي نوډير منندويه به مويم
ترداغه عنوان لاندي …..دوالديونودناز ګټي اوتاوانونه پرماشوم باندي