پوهندوی آصف بهاند
احمد ولي اڅکزی او د کوچنیانو ادب
۲
پنځه ویشتمه برخه
د همدې مقالې په لومړۍ برخه کې مې د ښاغلي احمد ولي اڅکزي د قاموسونه دات کام انګلیسي لیکبڼه له ویکیپیدیا نه په نا سمه توګه را اخیستې وه، په بښنې سره سمه بڼه یې داسې ده: (qamosona.com)
ما د خپل لیک په یوه برخه کې له ده څخه د ده د بیوګرافۍ غوښتنه کړې وه، هغه په ځواب کې را ته ولیکل:
«تاسو راڅخه د ژوند ليک پوښتنه کړې وه. نو د هغه له پاره به د ويکيپېډيا هغه لینک درولېږم چي زما يو ملګري پکښي زما په تړاو لږ معلومات ليکلي دي.»
په ویکي پیدیا کې د احمد ولي اڅکزي بیوګرافي ایښودل شوې ده، خو د ویکیپیدیا په سبک، کوم ټکي یې چې زه مهم ګڼم، هغه را اخلم:«
ــ احمدولي اڅکزی (۱۰ د اکتوبر، ۱۹۸۱ – ) (په انگرېزي: Ahmad Wali Achakzai) د قاموسونه ټکی کام يا (qamosona.com) د پروژې بنسټگر، د يو شمېر سيندونو ليکونکی، د راډيو يو اماتور ژورنالسټ او څېړونکی هم دی.
ــ احمدولي اڅکزی په توبه اڅکزۍ کې زېږېدلی دی. دی پښتون دی او د اڅکزو د ترهټ زو د معدادزيو په کورنۍ پورې تړاو لري چې د ډيورنډ کرښې پر دواړو اړخونو ودان دي. احمدولي اڅکزی د حاجي شاولي خان اڅکزي زوی د پښتو او پاړسي ژبو د شاعر مرزا محمد ايوب خان لمسی او دغازي مېداد خان اڅکزي کړوسی دی.
ــ احمدولي اڅکزي تر لسو کالو څخه زيات وخت ديني زده کړې کړي دي او د دې تر څنگ يې د لسم ټولگي پورې د سويلي پښتونخوا په ښار کوټه کې ښوونځی لوستی دی. د ده پلار، دی د لوړو زدکړو لپاره المان ته ولېږه، چيرې چې ده د باکلوريا د بري ليک ترلاسه کولو وروسته د انجينرۍ په پوهنځي کې لوړې زده کړې پېل کړې. اڅکزی د ۲۰۰۲ م کال راهيسې د المان غږ دويچه وېله راډيو په پښتو څانگه کې د ژورنالست په توگه کار کوي. د دې تر څنگ نوموړي د دويچه وېله راډيو د آلماني او د سويلي آسيا د انگريزي او اوردو ژبو د ځانگړو څانگو او د آلمانۍ راډويو(WDR) سره هم همکاري کړېده. اڅکزی د خپلې مورنۍ ژبې پښتو تر څنگ په انگريزي، آلماني، اردو، روسي او پاړسي هم خبري کولی شي. دی تر يوې کچې په هسپانياوي، سانسکرېټ او پنجابي ژبو هم پوهيږي.
ــ احمدولي اڅکزی چې د ۲۰۰۱ م زېږدي کال راهيسي د پښتو ژبې د پانگې په راټولولو بوخت دی او ورباندې څېړنه کوي، په ۲۰۰۳ م زېږدي کال يې د قاموسونه ټکی کام انټرنټي پروژې بنسټ کېښود. په دغه انټرنټ پاڼه کې تر اوسه پورې څه ورباندې پنځوس پښتو قاموسونه ځای پر ځای شوي دي چې پکې د پښتو مشهوره قاموسونه لکه پښتو تشريحي قاموس، درياب او افغان قاموس هم شامله دي. ده په قاموسونه ټکی کام کې څه ورباندې يو لک او اتيا زره مصرعې، پښتو شعرونه هم راټول کړي دي چې لا ورباندې کار روان دی. پداسې حال کې چې قاموسونه ټکی کام د پښتو ويونو او سيندونو يوه بېسارې پانگه ده، نو دغې پاڼې او د پاڼې بنسټگر په گڼ شمېر پښتنو ځوانانو کې ډېر مينه وال پيدا کړي دي. اڅکزي سره په څنگ کې يو شمېر نورو افغان ځوانان چې په اروپا او د نړۍ په نورور لويو وچو کې مېشت دي هم خپلې هلې ځلې کړي دي او د قاموسونه پروژې په بډاينه کې د هغوی رول د يادولو وړ دی. د وېبپاڼې په تخنیکي اړخ کې د مصطفی سادات چې د ريښتوني افغان وېب پاڼه چلوونکی پاتې شوی په نیوزيلېنډ کې اوسېږي هم د يادولو وړ دی. اڅکزي په ۲۰۱۰ م زېږدي کال د آزادۍ راډيو سره په يوه مرکه کي وويل چي ده د پښتو ژبې په لسگونو زره داسي ويونه راټول کړي دي چي تر اوسه پوري په هيڅ پښتو قاموس کي نه وو، خو پښتانه يې په خپلو ليکونو او خبرو کې کاروي …»
د احمد ولي اڅکزي د ژوند لیک او فرهنګي کارونو په باب زما له دې لیکنې نه مخکې هم لیکنې شوې دي، یوه یې همدا د ویکیپیدیا مالومات و چې ما یې مهم ټکي را نقل کړل او بل د ښاغلي نظرمحمد سلطانزی ځدراڼ لیکنه ده چې د احمد ولي اڅکزي په باب یې کړې ده. ځدراڼ صاحب خپلې لیکنې ته داسې سر لیک ټاکلی دی:
«د قاموسونو بنسټګر احمد ولي اڅکزي په ویاړ».
د ښاغلي نظرمحمدسلطانزی ځد راڼ د ځینې ټکي دا دي:
« … د دې کتاب لیکوال مې څه موده د مخه، د عبدالباري جهاني په ملاقات کې وپيژاند. دلته خوخبرې د احمد ولي اڅکزي په هکله روانې دي. د ملاقات په ترڅ کې راته ثبوت شوه چې دغه تنکی ځوان ډیرصادق، مینه ناک، منونکی، متواضع، ادبناک او خواريکښ کرکټرلري. الله تعالی داسې نېک صفتونه ور په برخه کړي دي چې د مشرانو احترام کوي، حتی ځان ورڅخه قربان کوي او په کشرانو باندې مهرباني کوي. برسیره پردې هغه د پښتو ژبې یو بې ساری خدمتګار او تکړه فرهنګي شخصیت دی. دا ځکه چې په خپله احمد ولي اڅکزی نه یوازې دا چې د ساینس په څانګه کې يې لوړ تحصیلات بشپړکړيدي، بلکې هغه د قاموسونه ټکی کام يا (www.qamosona.com) د پروژې بنسټگر، نوښتګر، د يو شمېر سيندونو ليکونکی، د راډيو يو اماتور ژورنالسټ او څېړونکی هم دی. همدا اوس يې د قاموسونو ټکی کام انټرنټي پاڼې پنځوس پښتو قاموسونه آنلاين کړي دي .
زما په اند احمد ولي اڅکزي د پښتو ژبې د علمي کولو او پرمختګ په لاره کې د هیواد یو بې ساری ځلانده ستوری دی .
هغه د خپلې مورنۍ ژبې پښتو تر څنگ، په انگريزي، آلماني، اردو، روسي او پاړسي هم خبرې کولی شي. دی تر يوې کچې په هسپانوي، سانسکرېټ او پنجابي ژبو هم پوهيږي …»
احمد ولي اڅکزي د کوچنیانو ادبیاتو په برخه کې دغه کارونه تر سره کړي دي:
۱ــ خپل تخلیقات یې:
الف: کیسې(نثر)،
ب : شعرونه
۲ــ ژباړې،
۳ــ د ماشومانو له پاره ویبسایت (kochnai.com)
د کوچنیانو له پاره د احمد ولي اڅکزي لیکنې مې د لومړي ځل له پاره د لر او بر په ویبپاڼه کې تر سترګو شوې. څو منظومې او منثورې لیکنې مې یې چې له نظره تیرې کړې، نو و مې پتیله چې د کوچنیانو د ادبیاتو په برخه کې د یو مطرح لیکوال او شاعر په توګه څه ور باندې ولیکم، نو مې د ده لیکنې او شعرونه او د ده په باب د مالوماتو په را ټولولو پیل وکړ.
احمد ولي اڅکزي لکه څنګه چې د قاموسونو په برخه کې په شعوري ډول د یوې عیني اړتیا له مخې د قاموسونو پروژه پیل کړې ده، دغسې یې په شعوري ډول د کوچنیانو د ادبیاتو په برخه کې دې نیمګړتیا ته پام شوی او د دې نیمګړتیا د پوره کولو په غرض یې لومړی د کوچنیانو له پاره د شعر او نثر په ژبه تخلیقات کړي دي. دا یې د نظم او نثر یوه یوه بیلګه ده:
سهار سو
(د ماشومانو شعر)
سترګي کړه خلاصي شپه سوه تېره
د لمر وړانګې سوې چار چاپېره
د تيارې ليري سوې څادري
عندليب نه وايي سندري
واوره ګُوګُو کوي کوتري
د سايرې واوره بدلي
پاڅه او حمد و ثنا وايه
وايه چي شکر دی اې خدايه
چي هم بالښت هم بستره وه
شپه ښه آرامه آسوده وه
اوس يوه بله ورځ پېليږي
ټول ماشومان نور راويښيږي
مخونه پرېولي ښه تازه سي
بيا د مکتب پر لور پياده سي
هلته دوستان دي همصنفيان دي
ټوله د علم پتنګان دي
څوک چي وختي پاڅي سهار کي
وي بريالی په خپل هر کار کي
چګي کړه خلاصي شپه سوه تېره
د لمر رڼا سوه چار چاپېره
د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ ۴مه نېټه، بون
وۍ وۍ وۍ نانۍ نجلۍ
(د ماشومانونکل)
چي وه يوه نانۍ انجلۍ وه. دغه نانۍ انجلۍ پر خپل مور او پلار بيخي ډېره ګرانه وه. پلار به يې هميشه ورته ويل: « آ زما خوږکۍ لوري، راسه خپل بابا ته راسه.» مور به يې ورته ويل: « آ زما پستکۍ لوري، راسه خپلې مور ته راسه.» پر نانۍ انجلۍ هم خپل مور او پلار بيخي ډېر ګران ول. هغې به هميشه واوا چمونه کول او مور او پلار به همېشه ورڅخه خوشحاله ول. خو د دغې نانۍ انجلۍ خواږه شيان ډېر خوښ ول. مور به يې ويل: « آ زما خوږکۍ لوري، ډېر خواږه شيان مه خوره، غاښونه به دي خراب سي.» خو نانۍ انجلۍ به هميشه د پلار څخه خواږه شیان غوښتل او هغه به يې بالاخره مجبوره کړ چي خواږه شيان ور رانيسي.
يوه ورځ دغه نانۍ انجلۍ ناجوړه سوه. د هغې زړه نه غوښتی چي لوبي (بازۍ) وکړي. د هغې زړه نه غوښتی چي د کلکين څخه دباندي د آسمان ښايستو وريځو ته وګوري. د هغې زړه نه غوښتی چي چاکلېټ وخوري. د نانۍ انجلۍ پر غاښ درد ؤ.
پلار يې نانۍ انجلۍ ډاکټر ته بوتله. ډاکټر د نانۍ انجلۍ څخه پوښتنه وکړه: « اې نانۍ انجلۍ، نن دي څه شي خوړلي دي؟» نانۍ انجلۍ ورته وويل: « چاکلېټ» ډاکټر ورته وويل: «نن دي بل څه شي خوړلي دي؟» نانۍ انجلۍ ورته ويل: « پلمېټ» ډاکټر حيران سو، وويل: « پرون دي څه شي خوړلي ول؟» نانۍ انجلۍ ورته وويل: « چاکلېټ او پلمېټ»
بيا ډاکټر ويل: « اې نانۍ انجلۍ، خوله دي خلاصه کړه چي زه يې وګورم.» نانۍ انجلۍ خوله خلاصه کړه. ډاکټر چي د نانۍ انجلۍ خولې او غاښو ته د څراغ رڼا برابره کړه، نو يې وويل: «وۍ وۍ وۍ!» اوس د ډاکټر خوله هم خلاصه سوه او سترګي يې پورته او کښته کش سوې. ډاکټر د نانۍ انجلۍ پلار ته مخ واړاوه، ويل: «وۍ وۍ وۍ!»
ډاکټر وويل: « اې نانۍ انجلۍ، تا ډېر چاکلېټ او خواږه شيان خوړلي دي. ستا غاښونو چينجيان کړي دي. تک تور سوي دي. تا خپله خوله او غاښونه نه دي پاک کړي. تا سابه او مېوې نه دي خوړلي. تا تر اندازې زيات خواږه شيان خوړلي دي. ته بايد هميشه سهار او ماښام خوله په اوبو پاکه پرېولې. ته بايد په غاښو کلک شيان مات نه کړې.» بيا ډاکټر ولاړ سو او د المارۍ څخه يې د غاښو يو نانی او ډېر ښايسته برس او د نانيانو لپاره د غاښو کريم او يو نانی پوست مسواک راواخيستل. ډاکټر نانۍ انجلۍ ته وويل: « د غاښو دغه برس، کريم او مسواک واخله او هر سهار او ماښام خوله په مينځه. انشالله بيا به ژر نه ناجوړه کېږې.»
بيا ډاکټر ولاړ سو او يوه لويه پېچکارۍ يې راواخيسته. د انجلۍ پلار ويل: « اې سپينه چپنه لرونکې ډاکټره، ايا غواړې چي زما پستکۍ لور ته داسي غټه پېچکارۍ ور ولګوې.» ډاکټر ويل: « اې د نانۍ انجلې پلاره، نانۍ انجلۍ ته تا ډير چاکلېټ ورکړي دي او بايد چي اوس تاته دغه غټه پېچکارۍ در ولګول سي.» د نانۍ انجلۍ پلار وويل: «وۍ وۍ وۍ!»
د ليکنې په پای کی د دغه نکل اوډيو هم اورېدلای سئ!
د دویمې برخې پای